د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۰

شیما شفق سادات د بې وزله مېرمنو لپاره د لاسي صنایعو شرکت جوړ کړی

کله کله ډیری میرمنې دا شکایت کوي چې اقتصاد یې کمزوری دی او که دوی درس او تعلیم کړی وای؛ نو په کوم دفتر یا اداره کې به یې کار کاوه او له کورنۍ سره به یې اقتصادي مرسته کوله؛ حال دا چې یوازې درس ویل د پیسو لاس ته راوړلو لار نه ده. زموږ په ټولنه کې اکثره میرمنې ځینې مهارتونه لري؛ لکه خامک دوزي، د قالینو اوبدل، مهره دوزي او دې ته ورته نور ډیر مهارتونه چې میرمنې کولای شي د هغوی په مټ د خپلې کورنۍ اقتصاد پیاوړی کړي.

میرمن شیما شفق سادات یوه له همداسې میرمنو څخه ده چې ۱۵کاله پخوا یې د ضعیف اقتصاد له وجهې د لاسي صنایعو شرکت جوړ کړ؛ چې د افغانستان له قیمتي تېږو نه د غریبو او بې وسه میرمنو پر مټ زیورات جوړوي او بیا یې په داخل او نړېواله کچه پلوري.

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:57 0:00
مستقیم لېنک

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG