د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۰

د کابل "باغ قاضي" د چا په وخت کې جوړ شو؟


د کابل په زوړ ښار کې د باغ قاضي په نوم یو ډېر پخوانی باغ چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري ورغول شو، موجود دی.

ویل کیږي چې په اوایلو کې دغه باغ د یوه قاضي چې فیض الله نومېده شخصي ملکیت و، خو د داود خان په وخت کې یاد باغ دولتي ملکیت وګرځول شو، چې لا هم د دولت ملکیت ګڼل کیږي.

د یاد باغ د جوړېدو دقیقه نېټه نه ده مالومه، خو داسې ویل کيږي چې دغه باغ د احمد شاه بابا د زوی تیمور شاه په واکمنۍ کې هغه وخت جوړ شوی، کله چې له کندهاره کابل ته د افغانستان مرکز رانتقال شو.

۶۳ کلن احمد ګل چې ځان د کابل ښار اصلي اوسیدونکی ګڼي وايي چې دغه باغ د تېمور شاه له واکمنۍ راپه دېخوا جوړ شوی دی

موږ د کابل زوړ ښار ته لاړو او هلته مو له باغ قاضي څخه لیدنه وکړه، په دغه باغ کې اوسمهال نوې کېنول شوې ونې موجودې دي خو هغه پخوانۍ ونې چې لسګونه کاله عمر یې لاره اوس نشته، دا ځکه چې کورنیو جګړو دغه باغ ته زیانونه اړولي وو او څو کاله پخوا د اغا خان بنسټ له لوري بیرته ورغول شو.

په دغه باغ کې د نورو تفریحي ځایونو تر څنګ د لوبو یو لوی میدان هم موجود دی، چې ګڼو تنکو ځوانانو په کې د فوټبال لوبه کوله.

د دغه باغ شمال ختیځې څنډې ته په یوې لوړې چوترې یو ۸۵ کلن بوډا ناست و، نوموړي خپل نوم فیض الله ښود او ویل یې چې باغ ته څېرمه یې له نیکو ورته پاتې کور موجود دی او همدلته اوسي.

ښاغلی لعل شاه وايي چې په اوس وخت کې دغه باغ ته یا هم بېکاره کسان د چکر لپاره راځي او یا هم هغه ماشومان چې غواړي دلته لوبې وکړي راځي

د ښاغلي یاد په خبره چې که څه هم اوس دغه باغ د کابل ښاروالۍ له لوري رغول شوی، خو هغه اشخاص چې د چکر لپاره راځي ښاري فرهنګ په پام کې نه نیسي

د قاضي باغ یوازې د خلکو د میلې او دمې ځای نه دی، بلکې دلته د یو شمېر غریبکارو د کار چاره هم روانه ده او بیلابیل تنکي ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:16 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG