نړۍ
فریډم هاوس: په ۲۰۱۴کې په نړۍ کې د مطبوعاتو ازادي محدوده وه
فریډم هاوس نړېواله اداره وايي؛ د نویو قوانینو پلي کیدو او د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالي په ۲۰۱۴ م کال کې په نړۍ کې د مطبوعاتو ازادي محدوده او په تیره یوه لسیزه کې ترتولو ټیتې سطحې ته راوستې ده.
د فریډم هاوس د تازه راپورله مخې چې نن خپور شو د نړۍ په ۱۸ هېوادونو او سیمو کې په ځانکړي ډول په ازربایجان،عراق او سربیا کې د بیان او مطبوعاتو ازادي تر ټولو زیاته محدوده وه.
په دې راپورکې پر روسيي انتقاد شوی چې زیاتره مطبوعات او رسنۍ يې د دولت په واک کې دي او په تهاجمي بڼې سره پروپاګند کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په سوریه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر سیاسي حل ټینګار وشو
امریکا، فرانسې، جرمني او بریتانیا په سوریه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر سیاسي حل ټینګار کړی دی.
دغو څلورو هېوادونو نن سهار دوشنبه په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ چې په سوریه کې پېښې له نږدې څاري.
دغو هېوادونو همدارنګه د تاوتریخوالي د کمولو او له ټولو خواوو څخه د ملکیانو او بنسټیزو تاسیساتو د ساتنې غوښتنه وکړه.
په بیان کې ویل شوي چې د کړکېچ اوسنی زیاتوالی یوازې د سوریې په مشرۍ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۴پرېکړهلیک سره سم د سیاسي حل په بېړنۍ اړتیا ټینګار کوي.
۲۲۵۴ پرېکړهلیک چې په ۲۰۱۵م کال کې د سوریې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لهخوا تصویب شو، د کړکېچ د سیاسي حل او د یوه ټولشموله او غیر فرقهیي حکومت د جوړولو غوښتنه کوي.
د هیئت التحرير الشام په نوم ډله چې امريکا او ګڼ هېوادونه يې یوه ترهګره ډله بولي او متحدينو يې د چهارشنبې په ورځ د سوريې په شمال لوېديځ کې ناڅاپي بريدونه پيل کړل او د حلب ښار په ګډون يې د دې سيمې ځينې برخې ونيولې.
جرمني د اوکراین پر ضد د روسیې له جګړې د چین پر ملاتړ انتقاد وکړ
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربک پېکېنګ ته له سفر مخکې د اوکراین پر ضد د روسیې له جګړې د چین پر ملاتړ انتقاد وکړ.
مېرمن بايربوک پرون یکشنبې وويل، چې چين د دې پر ځای چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړي په توګه په نړۍ کې د سولې او امنيت د ټينګښت مسووليت پر غاړه واخلي، روسيې ته د اقتصادي او پوځي مرستو په ورکولو سره د اروپايي اساسي ګټو پر خلاف عمل کوي.
ټاکل شوې چې مېرمن بایربوک به نن دوشنبې له چین څخه د کتنې په ترڅ کې کې له خپل چینایي سیال وانګ یی سره لیدنه ترسره کړي.
د امریکا ولسمشر خپله ژمنه ماته او خپل زوی یې وبخښه
د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون یکشنبې د ډسمبر په لومړۍ نېټه خپل زوی هنټر وبخښه او په دې توګه یې هغه ژمنه ماته کړه چې د ولسمشرۍ له فوقالعاده صلاحیتونو یې د خپلې کورنۍ د غړي په ګټه د کار نه اخیستو په برخه کې کړې وه.
هنټر بایډن د مالیې او د وسلې فدرالي جرمونو له امله د بند له احمتالي سزا سره مخامخ و.
ډیموکرات ولسمشر مخکې په دلاور او کالیفورنیا ایالتونو کې په دوو دوسیو کې د خپل زوی له محکومېدو وروسته ویلي وو چې دی به خپل زوی ونه بخښي او نه به یې سزا کمه کړي.
دغه اقدام داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې وه څو اوونۍ وروسته محکمه د وسلې په قضیه کې د هنټر بایډن په اړه حکم صادر کړي او نوموړی د مالیې په برخه کې پر ځان لګول شوي تورونه ومني او هم دوه میاشتې وروسته منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ستون شي.
د ګرجستان امنیتي ځواکونو د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریال بیکا براډز وهلی او نیولی
د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریال بیکا براډز د ګرجستان په پلازمېنه تبلیسي کې پارلمان ته څېرمه د تګ پر مهال د امنیتي ځواکونو لهخوا وهل شوی او نیول شوی دی.
د هغه وکیل، جانو چیکادیوا ازادي راډیو ته وویل چې هغه د یکشنبې په ورځ سهار وختي د حکومت ضد یوې غونډې ته څېرمه د امنیتي ځواکونو لهخوا ونیول شو.
د براډز وکیل ادعا کړې چې موکل یې وهل شوی دی.
دا ادعا تراوسه نه ده تایید شوې.
د چیکادیوا په وینا، تر معاینې وروسته، براډز توقیف خانې ته لېږدول شوی دی.
ګرجستان د اکټوبر په میاشت کې له پارلماني ټاکنو وروسته له ناامنیو سره مخ دی او تر څنګ یې تازه په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب د خبرو د ځنډېدو په سبب پراخې مظاهرې شوي دي.
د دغه هېواد حکومت اعلان کړی چې د اروپايي اتحادیې د غړیتوب خبرې به د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د هغه څه لپاره چې ګرجستان یې د اروپايي اتحادیې لهخوا "باج اخیستل" یادوي وځڼدوي.
د ایران د حجاب او عفاف د نوي قانون تصویب ګڼ غبرګونونه پارولي
د ایران د حجاب او عفاف د نوي قانون تصویب ګڼ غبرګونونه پارولي دي.
دا قانون چې تمه کېږي د ایران جمهور رییس مسعود پزشکیان یې توشیح کړي د حجاب د نه رعایت لپاره پر ښځو له ۱۵ میلیونو تر ۱۶۵ میلیونو جریمې وضع کوي.
د راپورونو له مخې، هغه ښځې چې جریمه کېږي د جرمانې د نه ادا کولو په صورت کې له مالي، اداري او ټولنیزو خدمتونو بې برخې کېږي.
د دغه قانون هغې مادې هم ګڼ غبرګونونه پارولي چې بهرني اتباع هم کولای شي د حجاب په برخه کې ښځو ته سپارښتنې وکړي.
که څه هم په ایران کې امر باالمعروف منسوبین باید ایراني تابعیت ولري، خو د همدې قانون په تفسیر کې اشاره شوې چې د قانوني استوګنې بهرني اتباع له دې بنده مستثنی دي.
د ایران څه باندې نوي فیصده بهرني کډوال افغانان دي.
هلته د ملګرو ملتونو د کډوالو د کمېشنرۍ د راپور له مخې، څه باندې څلور میلیونه افغانان اوسېږي چې لږ تر لږه درې نیم لکه یې د ایران قانوني اقامې لري.
جي شاه د کرکټ نړیوالې شورا د نوي مشر په توګه وټاکل شو
د هندوستان د کرکټ ادارې پخوانی سکرتر جي شاه د کرکټ نړیوالې شورا "آیسيسي" د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا پر فېسبوک پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې، ښاغلي جي شاه نن يکشنبه د (ډسمبر په لومړۍ) نېټه خپله دنده پيل کړه.
خبرپاڼه زیاتوي، جي شاه د پخواني عمومي ريیس ګرېګ بارکلې څلور کلنې هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې، د کرکټ نړیوالې شورا له غړیو هېوادونو سره به په ګډه د کرکټ د لا پراختیا لپاره هلې ځلې وکړي.
د ښاغلي شاه له قوله لیکل شوي دي چې، د نارینو د کرکټ پراختیا ترڅنګ د ښځو کرکټ ودې ته به لا ډېر کارونه ترسره کړي.
خبرپاڼه لیکي، جي شاه تر دې وړاندې د کرکټ اسیايي شورا مشري هم کړې ده او د هند کرکټ د مشرۍ پرمهال یې د ۲۰۲۳ ز کال نړیوال پنځوس اوریز جام بریالی کوربهتوب، په لومړي ځل د ښځو لپاره د سوداګریز لیګ جوړول او د المپیک په سیالیو کې د کرکټ شاملولو هلې ځلې یې مهمې لاستهراوړنې دي.
دا پهداسې حال کې ده چې لا هم د هند او پاکستان کرکټ بورډونو ترمنځ د چمپینز ټراپۍ لپاره پاکستان ته د هندۍ لوبډلې د نه ورتګ په تړاو لانجې لا روانې دي.
په وروستیو رپورټونو کې ویل شوي دي چې، یو وار بیا به د هند کرکټ ملي لوبډلې سیالۍ د پاکستان پر ځای په بل هېواد کې ترسره کېږي، خو د کرکټ نړیوالې شورا لا پهدې تړاو کوم رسمي خبر نهدی خپور کړی.
ډونالډټرمپ د فدرالي تحقيقاتي ادارې لپاره "کاش پټيل" د مشر په توګه نوموي
د امریکا د متحدایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې، د ملي امنیت پخوانی چارواکی کاش پټیل، د فدرالي تحقیقاتي ادارې (FBI) مشرۍ ته نوموي.
پټیل، چې پخوا یې د فدرال د عمومي مدافع وکیل او څارنوال په توګه دنده ترسره کړې، غوښتنه کړې چې، له FBI څخه دې د استخباراتي معلوماتو د راټولولو رول واخیستل شي او دا اداره دې له هغو کارمندانو پاکه کړای شي چې، د ټرمپ د پلانونو ملاتړ نهکوي.
کاش پټیل، چې هنديالاصله دی، د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ملي امنیت سلاکار او د دفاع وزیر د دفتر د رباست په شمول په څو مهمو چوکیو کار کړی دی.
سپینې ماڼۍ پر ایران او روسیې د بشارالاسد اتکا د حلب د سقوط یو اصلي دلیل وباله
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند شان ساوت، تېره شپه (د ليندۍ ۱۰مه) په یوه بیان کې وویل چې، واشنګټن د سوریې حالات په دقیق ډول څاري او په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د سیمې له پلازمېنو سره تماسونه نیولي دي.
په بیان کې وړاندې راغلي، پر روسیې او ایران د اسد رژیم پر لهپسې تکیه او د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۴پرېکړهلیک پر اساس سیاسي بهیر ته نه تسلیمېدو، داسې شرایط رامنځته کړل چې د اوسني وضعیت سبب شول، په ځانګړي ډول د د سوریې په شمال لوېدیځ کې د اسد د رژیم د جبهو سقوط.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند همداراز ټینګار کړی چې، متحدایالتونه د هیئت تحریرالشام ترهګرې ډلې لهخوا له ترسره شویو بریدونو سره هیڅراز اړیکه نهلري.
روسيې په سوريه کې د پوځي عملياتو د ترسره کېدو خبر ورکړی
روسیې پرون شنبه اعلان وکړ، چې جنګي جټ الوتکو یې په سوریه کې ګڼ ماموریتونه بشپړ کړي، چې د یاغیانو د قوماندې، د توغندیو د ویشتلو مرکزونه او کمپونه یې په نښه کړې دي.
روسیې په دغو عملیاتو کې د سوریې د حکومت ضد ۳۰۰ جګړه مارو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د روسیې تاس خبري اژانس په سوریه کې د روسیې د ماموریت د مشر، تورن اولیګ ایګناسیوک خبرې رااخیستي چې ویلي یې دي، د افراطي مهاجمانو پر خلاف به د دوی پوځي عملیات دوام کوي.
دغه اطلاعات په خپلواکه توګه تایید شوي نهدي.
پخپله ایګناسیوک هم د دغو جنګي الوتکو د موقعیتونو په باب معلومات نهدي ورکړي.
دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د سوریې د رژیم د مخالفانو ډلو چې مشري یې افراطي ډله، هیئت تحریر شام کوي، د سوریې په شمال لوېدیځ کې د حلب ښار د زیاتو برخو په ګډون ځینې ساحې نیولې دي.
روسیه د سوریې د حکومت له عمده متحدانو ګڼل کېږي او له ۲۰۱۵م کال راهیسې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي او په سوریه کې یې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
غزه کې د يو خيريه بنسټ د يو کارکوونکي په ګډون ۵ کسان وژل شوي دي
یو نړیوال خیریه بنسټ وايي، په غزې تړانګه کې پر یوه موټر د اسرايیل په پرونۍ هوايي حمله کې د دوی د یوه کارکوونکي په ګډون ۵ کسان وژل شوي دي.
د ولد سنټرل کیچن یا (WCK) په نوم بنسټ ویلي، پهدې اړه یې د نورو توضیحاتو غوښتنه کړې ده، هغه هم وروسته له هغې چې د اسرايیل پوځ وویل، چې د WCK هغه کارکوونکی یې په نښه کړی، چې پر اسرايیل یې د حماس ډلې په حمله کې ونډه درلوده.
پر اسرايیل د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې د اوومې هغه حمله په غزه کې د جګړې سبب شوه.
د WCK په نوم خیریه بنسټ وايي، پهدې اړه خوابدي دي او دا اطلاعات نهلري، چې په موټر کې کوم موجود کس دې د تېر کال په حمله کې دخیل وي.
دغه بنسټ په غزه کې د خپلو فعالیتونو د ځنډولو خبر ورکړی دی.
دغه بنسټ د روان کال په لومړیو کې هم وروسته له هغې خپل فعالیت ځنډولی و، چې د اسرايیل په یوه حمله کې یې ۷ کارکوونکي ووژل شول.
په جلا خبر کې ویل شوي چې د ماشومانو د ساتنې مؤسسې یا سیف د چلډرن هم د غزې په خانیونس کې د پرونۍ حملې پر مهال د خپل یوه کارکوونکي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
دا له تېر کال راهیسې د دې ادارې دویم کارکوونکی دی چې په غزه کې وژل کېږي.