د افغانستان ځینو خلکو په ګډوالۍ کې بیلابیل کسبونه زده کړي؛ په نورو ملکونو کې یې د همدې کسب په مټ داسې کار کول چې د کورنۍ لګښتونه یې پرې برابرول؛ خو کله چې هېواد ته ستانه شوي؛ وایي، دلته له خپلو زده شویو کسبونونه کار نه شي اخیستلی؛ ځکه خو د سبا او بیګاه ډوډۍ ته حیران دي.
یو شمیر نور بیا وایي چې نه یې په بهر کې څه زده کړي او نه هم دلته په وطن کې ځکه د کسب زده کول یو څه پیسې غواړي؛ خو دوی یې نه لري.
خو ځینو کسانو بیا دا خبره چې پیسې نه وي؛ نو هیڅ کار نه کیږي، غلطه ثابته کړې. لیلما ته چې د ټول کور نفقه ورپه غاړه ده وایي په تش لاس یې کار پیل کړ؛ اوس نه یوازې دا چې کورني لګښتونه پوره کوي؛ بلکې یو څه پیسې سپمولی هم شي.