د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۱

په میله ځایونو کې بې غوري د ستونزو لامل کیږي


میله ځایونو او پارکونو ته تلل هغه څه دي چې خلک له روحي پلوه خوښ ساتي؛ ستړیا، خستګی او ستوماني له منځه وړي، د ټولو خلکو په تېره بیا د هغو کسانو لپاره چې د اونۍ په اوږدو کې په کار بوخت وي.

پارکونو ته تګ له ضروریاتو څخه ګڼل کیږي؛ خو لکه څنګه چې د ژوند په نورو برخو کې بې غوري او بې پروایي د ستونزو او زیان لامل کیږي؛ همداسې په پارکونو کې هم که د پارک جوړونکي او یا هم د ورغلو کسانو له خوا له هغو وسایلونه کار واخیستل شي چې جوړونکو یې لازمه توحه نه وي کړې؛ ډېر خطرناک ثابتیدلی شي، ان تر دې چې د مرګ لامل کیږي.

ښایي تاسو هم خبریاست چې څو ورځې وړاندې په قرغه کې د ټالۍ د شکېدلو له امله دوه ځوانان مړه او دوه سخت ټپيانې شوې؛ موږ د دې ځوانانو ملګري مجیب الرحمن سره د پیښې په هکله خبرې کړي؛ هغه وایي چې په ژوند کې یې تر ټولو بده او ترخه خاطره د ملګرو مرګ و.

لکه څنګه مو چې مخکې وویل میلې او پارکونو ته تګ د انسان لپاره ضرور دی؛ د پل چرخي اوسیدونکی وحید اله وایي چې د دوی په سیمه کې هیڅ داسې ځای نشته چې ماشومان او لویان څو شیبې خپل وخت خوښ په کې تیر کړي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:00 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG