د کشمالو منجیله وکړه
چې خوشبویي دې د منګي له بېخه ځینه
نن مو د ژوند د رنګینو شېبو له یوه بل فلکوریک توک منګي له فلکوریک ارزښت، پر تاثېراتو او دندو خبروو، ایا خبر یاست چې له منګي څه ډول استفاده کېږي؟
هو! څوک په کې اوبه راوړي، خو څوک یې بیا د سیتار له تېرو تارونو سره یو ځای ټنګوي او د زړه د تارونو په چېړلو کې ترې کار اخلي، ورسره ټپې وايي او سروکې کوي.
بیا به منګي ته ګوتې نه وړم
مور مې پرون له بر ګودره منعې کړمه
فرید هغه ځوان دی چې په خپل کلي کې یې د منګي اوبه څښلي، خو په ښار کې ترې اوس کار نه اخلي، دی وايي چې د شنه منګي اوبه ډېرې یخې او خوږې وي،خو د منګي اوبه بیا په کنډول کې ښه مزه کوي.
د ننګرهار اوسیدونکې ښکلا شېرزاد وايي چې له منګي نه که د اوبو راوړلو په برخه کې کار اخیستل کېږي نو کله ناکله په ودونو کې د ډول وهلو او نظر ماتولو لپاره هم کاریږي.
ما د ګودر په غاړه خښ کړئ
چې مات منګي مې جنکۍ په قبر ږدینه
پاس په ګودر کې شور ماشور شو
د جونو جنګ شو په منګو ویشتل کوینه
مینوالو! خدای دې وکړي چې بیا امن راشي، که له یوې خوا جونې په منګو کې اوبه راوړي نو بله خوا به ځوانان په دېرو کې له سیتار سره منګي ټنګوي او د مینې غږ به ترې باسي، بیا به ټوله فضا مینه مینه شي.