د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۱۶

فرخنده د بې ځایه احساساتو او خرافاتو قرباني شوه

د حوت ۲۸مه نیټه د مازیګر شاوخوا درې بجې د شاه دوشمشېره په جومات کې یو چا اواز وکړ؛ "هلئ قرآن ته یې اور ورته کړ؛ دې ښځې قرآن وسوځاوه"؛ احساساتي او بې خبره خلکو پرته له دې چې د موضوع په څرنګوالي ځانونه خبر کړي؛ د مېرمنې په وهلو ډبولو یې پیل وکړ.

هو دا نجلۍ فرخنده وه، ۲۷کاله مخکې یې دې نړۍ ته سترګې پرانستې؛ په بي بي ساره لیسه کې یې درس ولوست وروسته په بي بي عایشه صدیقه دارالعلوم کې شامله او اسلامي زده کړې یې وکړې؛ دا یې دوهم ځل و چې شاه دوشمشېره زیارت ته تللې وه؛ غوښتل یې خلک او په ځانګړې توګه مېرمنې له خرافاتو منعه کړي؛ دوی پوه کړي چې په زیارتونو کې ځینې کارونه حرام او د اسلام خلاف دي. په دې وخت کې د زیارت یو مجاور په د قرآن کریم د سوځولو او کفر تور پرې پورې کړ؛ خلک له تیګو، سوټیو او لرګیو سره پرې را ټول شول؛ مرګونې ګوذارونه یې پرې وکړل؛ له بامه یې را وغورځوله، بې حجابه یې کړه، موټر لاندې یې کړه، بلاخره یې نازک او لطیف روح ترې واخست او مړي ته یې اور ور واچوه.

په دې هیله چې په دې قضیه کې د خیل اشخاص د خپلو اعمالو سزا وویني او دولت د خرافاتو د ترویج مخه ونیسي چې بیا داسې پیښې تکرار نه شي.

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:49 0:00
مستقیم لېنک

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG