د نړۍ په کچه د جګړه ییزو وسایلو لومړنی موزیم په افغانستان کې موجود دی.
موزیمونه په ټولې نړۍ کې هغه مرکزونه دي، کوم چې د هماغې ټولنې د تاریخي ورثې او فلکوري اثارو ساتنه کوي، د افغانستان موزیمونه یو مهال د سیمې د نورو موزیمونو په پرتله خورا بډای وو.
که چېرې په نړۍ کې د موزیمونو تاریخ ته تم شو، نو وبه ګورو چې سلګونه کاله په بر کې نیسي، خو په افغانستان کې بیا لومړنی موزیم د امیر امان الله خان له خوا په باغ بالا کې جوړ شو.
د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته افغان حکومت په هېواد کې د دولتي موزیمونو پر جوړېدو کار پیل کړ او تر څنګ یې یو شمېر شخصي موزیمونه هم جوړل شول، چې له یادې جملې څخه یې په کابل کې د عمر په نوم د جګړه ییزو توکو موزیم او په هرات کې د سلطاني موزیم یادونه کولی شو، هو! د غزني موزیم هم یو له هغه موزیمونو څخه دی چې جګړه ییزې وسایل په کې موجود دي.
نننۍ ژوند په شېبو کې خپرونه مو د نړۍ په کچه هغه یوازیني موزیم ته ځانګړې کړې، چې د جګړې اړوند اثار په کې خوندي دي.
جوړوونکی: محبوب شاه محبوب