د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

د ژمي یوه سړه ورځ او په درنو کارونو بوخت ماشومان

یوشمېر افغان ماشومان چې کورنۍ یې له بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي؛ په خپلو تنکیو ګوتو یې د قلم او کتاب پر ځای پلاستیکي کڅوړې او ځیني نور شیان نیولي او خرڅوي یې.
د ښوونځي په لین کې د همزولو ترڅنګ د ملي سرود او نورو ترانو پر ځای؛ د موټرو د دروازو ترڅنګ ولاړ دي او سپرلۍ ته نارې وهي.

ډېری دغه ماشومان د خپلې کورنۍ ټول مسوولیت په غاړه لري؛ څو دوی ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

په افغانستان کې له ماشومانو څخه د ملاتړ بنسټونه د دغو ماشومانو روان وضعیت ته اندېښمن دي او وايي چې افغان حکومت باید دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

د ازادي راډیو خبریال کمالشاه عارف د دغو ماشومانو په اړه چې په کابل ښار کې په درنو کارونو بوخت دي؛ یو انځوریز راپور چمتو کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG