د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۵

توپير کول، د ماشومانو ترمنځ کينه زياتوي


ښایي تاسوهم لیدلی وي چې په ځینو کورنیو کې کله چې ماشوم نړۍ ته راځي تر هغه لوی ماشوم له پامه لویږي؛ ارواپوهان وایي چې د کورنیو دا کار د دې سبب کیږي چې د لوی ماشوم له نوي زیږدلی ماشوم سره عقده پیدا شي؛ بیا نو هماغه وي چې په پټه او ښکاره له ځان نه کوچنی ماشوم وهي او هغه ته د زیان رسولوهڅه کوي.

دا چې ولې ځینې کورنۍ د اول ماشوم په مخکې دوهم ماشوم نازوي او ډیره مینه ورکوي.

د کابل اوسیدونکی امان وایي چې دوهم ماشوم خپله ځان خوږوي.

که چیرې په ماشومتوب کې د دوو ماشومانو ترمنځ فرق راشي؛ د وړکی ډیرخیال وساتل شي، لوی داسې کینه اخلي چې بیا یې په ځوانۍ کې هم نه هیروي.

ارواپوه ایمل ساپی وایي چې لوی ماشوم دې په ډیره مینه وپوهول شي چې نوی پیدا شوی ماشوم د ده ملګری دی؛ ساعت به یې ورسره تیر وي.

د پرلپسې ماشومانو له توپیرنه راګرځوهغو کسانو ته چې د لور او زوی تر منځ هم فرق کوي؛ د مور پلار او د کورنۍ د نورو مشرانو دا کار هم نجونۍ له رواني پلوه ګڼو ستونزو سره مخ کوي؛ دا چې ولې ځینې کورنۍ له لورنه زوی ته ترجیح ورکوي؛ لاملونه یې ډیر دي، خو یو علت یې دا دی چې دوی فکر کوي چې زوی یې د زړښت لکړه ده؛ لور د پردې کور وي، یو ورځ به هرو مرو ورنه ځي؛ په هر صورت له خلکو اورو چې دوی په دې هکله څه وایي؟

د ننګرهار د کامې اوسیدونکی عبدلواجد واجد په ظاهره وایي چې ده ته لور او زوی فرق نه لري؛ خو له خبرو یې ښکاري چې داسې نه دی.

عبدالقیوم چې په اصل کې د کونړ اوسیدونکی دی؛ خو اوس په کابل کې اوسیږي وایي؛ کوم حق چې شریعت انجونو ته ورکړی دی؛ هماغه خپلو لوڼو ته ورکوي، ځکه چې ده ته لور او زوی یو ډول ګران دي.

لیکونکې: فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:31 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG