د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۳

د عاشقانو او عارفانو زیارت تاریخ او په اړه یې باورونه


نن مو په کابل کې د دوو ورونو یوه شریک زیارت ته بیایم، ښایي تاسې هم ورغلي یاست او یا به مو د دغه زیارت نوم اورېدلی وي.

عاشقان او عارفان د هغه زیارت نوم دی، چې د کابل په زوړ ښار کې موقعیت لري، د دغه زیارت شمال خوا ته شور بازار، جنوب ته شهدای صالحین، ختیځ ته د خرابات کوڅه او لویدیځ ته د استوګنې کورونه موجود دي او داسې ویل کيږي چې دغو دوو ورونو له ۱۲مې هجري پیړۍ وړاندې ژوند کاوه.

اورېدونکو کله چې تاسې د عاشقانو او عارفانو نوم اورئ، نوحتمي به مو په ذهن کې د عشق او عرفان پورې ټولې اړونده چارې راانځوریږي او فکر به کوئ چې دغه زیارت د یوه عاشق او یا هم یوه عارف دی.

هو! دا ریښتیا ده، دغه زیارت د دوو مسلمانو ورونو عبدالصمد او خواجه عبدالسلام دی، له پخوا زمانو راهیسې یې یو شمېر د کابل اوسیدونکي د دغه ښار د خوشبختۍ ساتونکي بولي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی څیړندوی حبیب الله رفیع وايي چې د عاشقانو او عارفانو د زیارت په اړه بېلابېلې نظریي او روایتونه موجود دي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت د تاریخي ابداتو رییس مهندس عبدالاحد عباسي بیا وايي چې داسې روایت هم شته چې عبدالصمد او عبدالسلام دوه صحابه وو، چې د درېیم خلیفه حضرت عثمان په وخت کې د اسلام دین د خپراوي لپاره راغلي وو او دلته شهیدان شوي دي.

د عاشقانو او عارفانو د زیارت یو منجاور اویا کلن همایون شاه وايي چې د یاد زیارت لرغونتوب له زرو کلونو اوړي، دی وایي چې دلته دوې مقبرې دي چې یو یې د عاشقان په نوم یادیږي او بل یې د عارفان په نوم مشهوره ده.

د همایون شاه په وینا چې زیارت ګڼې ښځې او سړي د نذر منلو لپاره هم راځي او مختلف خوراکونه د الله د رضا لپاره یې پخوي، دی وايي چې د ګڼو بې وسو او بې کسو خیټه همدلته غوړه وي.

۸۰ کلنه ماګل چې د عاشقانو او عارفانو زیارت ته دعا لپاره راغلې، وايي چې هرڅومره ناروغه شي دلته ښه کیږي.

اورېدونکو دغه زیارت ته هره ورځ په لسګونه ښځې او سړي راځي، خو ټولوته خوراک څښاک هم رسي، د کابل اوسیدونکی حکیم شاه وايي چې دغه زیارت ته وړاندې هم یوه چهارشنبې راغلی و او دی به هڅه کوي چې درې چهارشنبې راشي، ترڅو لور یې له پیریانو خلاصه شي.

جوړوونکی: محبوب شاه محبوب

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:15 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG