د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۲

د موټرو لوړ هارنونه پر روغ او ناروغ بد اغیز کوي


اوس داسې موټرهم جوړ شوي چې له یوې څوکۍ تر بلې یې د ناستو کسانو آواز نه اوریدل کیږي، یعنې دا چې هر څوک کولی شي بیله موسیقي په لوړ یا ټیټ غږ واوري او یاهم هیڅ آواز وانه وري. له دې کار څخه هدف دا دئ چې په موټر کې ناست کسان یو بل ته غږیز مزاحمت ونه کړي.

خو له بده مرغه په افغانستان کې بیا ځینې موټر چلوونکی داسې کارونه کوي چې عام خلک په تنګ کړي؛ د بلګې په توګه په موټرکې لوړه موسیقي غږوي؛ داسې هارنونه کاروي چې غږ یې ډیر بد لګیږي.

پدې وروستیوکې بیا د موټرو له شور او ځوږ سره یوبل څه هم چې خلک ورنه په تکلیف دي هغه لاوډسپیکرونه دي چې د ترکارۍ او نورې سودا خرځونکي نارې په کې وهي.

په دې وروسته خبرې کوو؛ لومړی د قندهار اوسیدونکی جاوید وایي ځینې کسان چې نوی د موټر په جلو کېني، د موټرچلولو په آدابو نه پوهیږي. د موټرو لوړ هارنونه په ټولو خلکو په تیره بیا په ناروغه کسانو ډیرې بدې اغیزې کوي.

د کابل اوسیدونکی زاهد واحدي د خپل پلار کیسه کوي او وایي کله چې په روغتون کې بستر و د موټرو له لوړ هارن نه یې زړه په چاودیدلو و.

په ځینو سیموکې بیا ترافیک په ځای د دې چې د خلکو مشکل حل کړي؛ خپله داسې هارنونه وهي چې هغه د چا خبره د غوږونو پردې شکوي.

د موټرو لوړ هارنونه نه یوازې دا چې له موټر نه بهر کسان په تنګ کوي؛ بلکې په خپله موټرچلونکې هم یو د بل له هارنډ نه شکایت کوي.

د پکتیا اوسیدونکی نقیب اله وایي چې کله کله خو همدا هارنونه د موټرو د ټکر سبب کیږي.

لیکونکې: فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:07 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG