د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۸

د رڼا لومړني وسایل


ایا خبر یاست چې پخوا په کورونو کې د رڼا لپاره کوم وسایل استفاده کېدل؟ او تاسې تر اوسه له کومو وسایلو ګټه اخیستې؟

له پخوا زمانو راهیسې د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې د رڼا لپاره لومړني وسایل لرګي وو او ډېری خلکو به له لرګو څخه د رڼا او ګرمولو لپاره کار اخیسته، د نړۍ د نور پرمختګ سربیره د رڼا په دغو لومړنیو وسایلو کې هم تغیر راغلی، په افغانستان کې هم په دغو وسایلو کې پرمختګ راغلی خو لا هم په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې دغه وسایل په خپل حال پاتې دي، لا هم په یو شمېر سیمو کې د رڼا لپاره له لاټین،ډیوې،لمپې،ګیس، شيطان چراغ او شونټۍ نه استفاده کیږي.

په پرمختللیو هېوادونو کې اوس څوک د رڼا لپاره له لاټین، ډیوې او یا دې ته ورته شیانو نه کار نه اخلي، ځکه ټکنالوژۍ پرمختګ کړی او له برېښنایي وسایلو څخه کار اخیستل کیږي.

د کندوز ولایت اوسیدونکی خېبر وايي چې دوی په خپله سیمه کې د رڼا لپاره له لومړنیو وسایلو څخه کار اخیسته خو اوس د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره د خلکو په ژوند کې هم تغیر راغلی.

د کندهار اوسیدونکی محمود مرهون وايي چې د دوي په سیمه کې له شونټۍ یا پیلوزي هم کار اخیستل کېده خو د دغه شونټۍ جوړښت بیا د نورو سیمو سره توپیر لري.

د مرهون په خبره چې د شونټۍ له دور راوروسته یوه بله وسیله چې الیکین یا لاټین به یې ورته وایه رامنځته شوه او نسبتاً مالدارو خلکو به له الکین څخه استفاده کوله.

د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ د سنګره درې اوسیدونکی خوشحال هم ورته خبره کوي او وايي چې د لغمان ولایت په یو شمېر سیمو کې له پخوا راهیسې ډیوه،لمپه،شیطان چراغ او داسې نور وسایل د رڼا لپاره استعمالېدل.

د خوشحال په وینا چې لا هم د دوي سیمه له برېښنا بې برخې ده، خو یو شمېر اوسیدونکي يې له لمریزو تختو کار اخلي او ځینې یې لا هم له پخوانیو وسایلو ګټه اخلي.

د کابل پوهنتون استاد ډاکتر محمد اجان حقپال بیا وايي چې له پخوا نه شونټۍ یا لیتکی په یو شمېر غرنیو سیمو کې د رڼا لپاره استعمالېده.

ډاکتر حقپال وايي چې له شونټۍ وروسته ډیوې رواج وموند چې اوس هم په یو شمیر سیمو کې د ښکلا لپاره ترې کار اخیستل کیږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:54 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG