د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۲

په کابل کې د ځینو نویو جوړو شویو ودانیو په اړه اندېښنې


په دې وروستیو کې په ټول افغانستان په تیره بیا د کابل په بیلابیلو سیمو کې نوې جوړې شوې ودانۍ ډیرې لیدل کیږي؛ عام خلک د ښارکوټو او د کورونو د جوړولو طرفدار دي؛ خو د ځینو کسانو اندیښنه د ودانیو د ساختماني موادو د کیفیت په اړه ده؛ د دوی په وینا په یوشمېر ښارکوټو کې بې کیفیته مواد کارول شوی دي؛ همدا شان ځینې ښارګوټي بیا د ژوند کولو لپاره ضروري آسانتیاوې نه لري.

د کابل اوسیدونکی تمیم په مسوولو کسانو نیوکه کوي او وایي، دوی ولې غیرمسلکي کسانوته د ښارکوټو د جوړولو امر ورکوي؟

د کونړ اوسیدونکې سلیمه چې اوس په کابل کې اوسیږي؛ د نویو اپارتمانو په هلکه وایي چې دومره له سرنه تیر او بې کیفیته جوړ شوي چې له جارو سره سمټ ځي.

د کابل اوسیدونکی داود شاه بیا د نویو ښارکوټو د اوبو له سیسټم نه ناخوښه دی؛ هغه وایي، څاګانې په داسې ځایونو کې کیندل شوي چې د بد رفت د څا اوبه د څښلو له اوبو سره ګډیږي.

یو بل څه چې د استوګنې په سیمه کې ضرور وي؛ هغه د یوه آرامه چاپیریال شتون دی.

لیکوال او ژورنالست طاهر ځلاند بیا د موټر او خلکو شورماشورنه وایي چې د کورنۍ ټولو غړو په تیره ماشومانو ته زیان رسوي.

خو د ښارکوټو مسوول کسان بیا دا نه مني چې د کورونو په جوړولوکې څه بې پروایي شوې وي؛ د شهرآرا د پروژې مسوول محمد نعیم ساپی وایي چې دوی د کورنو په جوړولو کې ټولې ضروري خبرې په پام کې نیولي.

دا چې مسلکي کسان د نویو ودانیو او ښارکوټو په هکله څه وایي؛ د ساختمانۍ له انجینر صدیق قیام نه مو پوښتلي؛ هغه د ځینو نویو کورونو راتلونکی ډیر خطرناک بولي.

لیکونکې: فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:41 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG