د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۲۸

د سواد د زده کړو په مرکزونو کې زده کوونکو ته اسانتیاوې؟

د سواد زده کړې مرکزونه هغو نجونو ته چې ښوونځي ته نه شي تلای؛ څه آسانتیاوې برابره شوي؟

زموږ په هیواد کې د جګړو او نورو ناخوالو له امله ډیری خلک د زده کړو او تعلیم له نعمته بې برخې پاتې شوي دي؛ په ځانګړي ډول ښځینه وو په دې برخه کې ډیره صدمه لیدلې ده؛ ټولنیز او فرهنګي عوامل، د نجونو له زده کړو سره د کورنیو مخالفت؛ نا امني په ښوونځي کې له قانوني سن نه د نجونو لوړوالی او دې ته ورته نورې ستونزې؛ د دې باعث شوي چې نجوني نه شي کولای خپلو زده کړوته ادامه ورکړي.

د پوهنې وزارت د سواد زده کړو معینیت په ټول هېواد کې د سواد آموزي مرکزونه لري؛ هغو زده کوونکو ته چې د مکتب له قانوني عمر نه یې سن لوړ وي او نه شي کولای په رسمي مکتبونو کې درس ووایي؛ د زده کړو او حرفو مختلف پروګرامونه لري.

جوړونکې:مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:45 0:00
مستقیم لېنک

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG