د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۲

استرالیا: د کانبیرا والي د افغانستان د کرکټ له ټیمه ملاتړ اعلان کړ

د استرالیا د پلازمېنې کانبیرا والي د افغانستان د کرکټ له ټیم څخه د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړ.

استرالیا ته د ازادۍ راډیو د استول شوي خبریال د راپورله مخې د کانبیرا والي پرون د افغانستان د کرکټ له ملي ټیم سره په کتنه کې په دې اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د نړېوال جام په لوبوکې د ګډون لپاره استرالیا ته رسېدلې ده.

دا لوبې د شنبې په ورځ پیل شوې او په پام کې ده چې افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د چارشنبې په ورځ له بنګلدېش سره وکړي.

د نړېوال جام د لوبو په لړۍ کې ټاکل شوې ده چې نن په بي ګروپ کې ایرلنډ او ویسټ انډیز لوبه وکړي.

پرون د اې ګروپ په سیاليو کې جنوبي افریقا او زیمبابوې لوبه وکړه چې په نتیجه کې یې جنوبي افریقا زیمبابوې ته د ۱۱۲ یوسل او دولسو منډو په توپیر ماتې ورکړه.

همدا راز د بي ګروپ په بله سیالي کې چې د هند او پاکستان ترمنځ وه، لوبه د اوه شپېته منډو په توپیر پاکستان وبایلله.

د کرکټ د نړېوال جام لوبې چې په استرالیا او نیوزیلنډ کې ترسره کېږي او څوارلس ټیمونه ګډون په کې لري، شپږ اونۍ دوام کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG