ولې ځينې مظاهرې یا لاریونونه په تاوتریخوالي اوړي؟ مظاهرې عموماً د حقونو د غوښتلو لپاره ترسره کیږي، خو ځينې څه کوي؟ که کله مو د یوې مظاهرې تکل وکړ باید څه وکړئ؟ د احتجاج یا د یو څه د غندلو نور ډولونه او سولييزې لارې چارې څه دي؟ دا تاندې څانګې دغو پوښتنو ته ځواب وايي.
د افغانستان اساسي قانون هر افغان ته حق ورکړی چې د هر غېرقانوني او نامناسب عمل پر وړاندې په سولييز ډول خپل غږ پورته کړي. خو په افغانستان کې اکثره دا غږ پورته کول په غم او تاوتریخوالي اوړي. چې ښه مثال یې په دا نږدې ورځو کې په کابل کې د هود خېلو پېښه ده.
د دې سیمې اوسېدونکو غوښتل چې د فرانسې د شارلي ابدو مجلې لخوا زموږ پېغمبرحضرت محمد (ص) ته شوی سپکاوی وغندي. د کابل جلال اباد لویه لاره یې وتړله او اخر هم په مرګ ژوبله پای ته ورسېده.
ترمظاهرې وروسته په ټولنيزو شبکو کې یو تصوير عام شو چې یوه سرتړلي ځوان د پوليسو رنجر موټر ته یوه غټه تیږه پورته کړې او پرې ولي یې. ذبیح الله وايي چې نن سبا زیاتره مظاهره کوونکي د مظاهره کولو په اصولو نه پوهیږي. مینه وايي چې اوسنۍ مظاهرې له تاوتریخوالي ډکې وي او بې ګناه خلکو ته تاوان رسيږي او یوه بله پیغله فریحه وايي:
"زما نوم فریحه ده، اوس دغو کارونو ته شرايط ندي برابر چې موږ مظاهره وکړو، یو خو زموږ د خلکو د پوهې کچه ډېره ټيټه ده، دوی تر اوسه د مظاهرې یا د لاریون په معنا نه پوهیږي.
زه هم مسلمانه یم، غواړم زه هم زموږ د خواږه پېغمبر (ص) سپکاوی وغندم خو ځکه په اوسنیو مظاهرو کې ګډون نه کوم چې ځينې مخالفین غواړي تخریب وکړي، دوی زموږ له احساساتو ناوړه ګټه اخلي نو د دې پر ځای چې ګټه وکړو، برعکس تاوان کوو."
وايي د ځوان وینه توده وي. اوسپنه هم چې توده شي نو د پخ زړه چې څه وغواړي هغه ترې جوړولی شي. د ځوانانو په خبرو کې به مو ښايي دا ویره حس کړي وي چې له داسې فرصتونو د دولت ځينې مخالفین ګټه پورته کوي، خو د خوست اوسېدونکی ذبیح الله یوه خاطره راسره شریکوي او له خبرو یې ښکاري چې په هغه مظاهره کې به ځينو خپل خاص غرضونه لرل. دی وايي چې په خوست کې په یوه مظاهره کې خلکو د خلکو دوکانونه چور کړل.
د سیاسي چارو شنونکی اجمل سهیل مې وپوښت چې یوه مظاهره کله او ولې په تاوتریخوالي اوړوي، ښاغلي سهیل وویل چې یو په هغو هېوادونو کې چې تازه ډیموکراسي تجربه کوي، مظاهرې په تاوتریخوالي اوړي او بله دا چې کومه ټولنه کې د خلکو د سیاسي پوهاوي کچه ټيټه وي نو له تشدده کار اخلي.
له تاوتریخوالي په ډکو مظاهرو کې اکثره داسې کسان ګډون کوي چې د مظاهرې پر هدف حتی نه وي خبر، دا خبره د سیاسي او ټولنيزو چارو یو ځوان کارشناس محمدحامد صبوري کوي او وايي چې مظاهرې د غبرګون ښودل دي نه د بل پر حق تېری.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صديقي وايي چې په مظاهرو کې تاوتریخوالی او تخریب قانون ماتونه ده او کله چې قانون مات شي نو جزا هم لري.
د تاوتریخوالي، تخریب او له قانونه د سرغړاوي مخه نیول د امنيتي ځواکونو کار دی. خو څه وايي چې له یوه لاسه ټک نه پورته کیږي. که له دولت او امنیتي کسانو سره د خلکو همکاري نه وي نو خپله پښه پخپله په تبروهل دي. فریداحمد تسکين د پکتیا د مدني ټولنو یو فعاله ځوان دی.
دی وايي چې موږ هيڅوک په چا نه وژنو او تل مو خپل حق په سولييزه توګه غوښتی. ښاغلی تسکين همدا راز وايي، د دې لپاره چې سولييزه مظاهره مو څوک په تشدد یا تاوتریخوالي وانه اړوي، ځينې خاص څاروونکي ګمارو او غیرمسؤله یا مغرضه کسانو ته په مظاهره کې د ګډون موقع نه ورکوو.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دوی ته د کابل د هود خېلو سیمې د وروستۍ مظاهرې په اړه مخکې له مخکې معلومات نه وو ورکړل شوي. د دغه وزارت ویاند صديق صديقي مې وپوښت چې که کله کوم څوک غواړي مظاهره وکړي نو باید څه وکړي، د ښاغلي صديقي ځواب و چې له هرې مظاهرې څخه ۲۴ ساعته دمخه باید د دې لپاره امنيتي ادارو ته خبر ورکړل شي او د مظاهرې هدف، ځای او وخت هم باید وروښودل شي چې د مظاهرې سيمه له امنيتي پلوه ورته خوندي کړي.
عموماً چې کله مظاهره کیږي نو سړکونه او واټونه تړل کیږي او خاص امنیتي تدابیر نېول کیږي. محمدحامدصبوري وايي چې که کله مظاهره کوو نو که یو خوا باید مرجع او ځای وپېژنو چې چېرې باید مظاهره وکړو نو بلخوا باید دا خبره هم په پام کې ونیسو چې ښايي زموږ له لاسه ځینې ناروغان او نور خلک له مشکل سره مخ شي.
سپين سرې ښوونکې اغلې ستاره د خپلې ځوانۍ د وخت د مظاهرو کیسه کوي او وايي چې هغه وخت او هغه خلک د اوسنيو غوندې نه وو، څنګه؟ دا وايي:
"د مکتب په وختونو کې مې په مظاهرو کې ګډون کړی خو اوس نه. هغه وخت به ډېرې سولييزې مظاهرې کېدې. څلور نجونې وړاندې، نورې به شاته پسې روانې وې، شعارونه به یې ورکول او د خپل حق غوښتنه به یې کول. اوس هم باید ځوانان په تاوتریخوالي لاس پورې نه کړي."
په مظاهرو کې کله کله ځينې شعارونه ګډونوال ننګوي او احساساتي کوي یې. ښاغلی اجمل سهیل تر مظاهرو هاخوا د احتجاج ځينې نورې نسبتاً سالمې لارې چارې راښيي...
ځوانان دې چا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی له پاکو احساساتو څوک ناسمه ګټه واخلي. دا خبرې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صديقي موږ تاسې ته کوي.
اې د وطن د ابۍ ورکه زویه!
د زړګي سره بس دی یار شه کنه،
د دې غمجن وطن په خړو دښتو
زه به ټپه ته یکه زار شه کنه... د نغمې په همدې تمه ننۍ تاندې څانګې پای ته رسوو. تاندې څانګې پر فیسبوک پېدا کړئ او د خپرونې په اړه که غواړئ نو نظر راته پرېږدئ، پته ده: www.facebook.com/tandysangy
زما پر دې بریښنالیک پته هم خپل پېغامونه رالېږل شئ: ShafaqN@rferl.org
د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو دغه ځانګړې خپرونه په کابل کې نورګل شفق جوړوي.