د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۴۹

نیازی: افغانستان به په ۲۰۱۶ کې د هنډبال د چلنج تراپي جام لوبو کوربه وي

په کابل کې د هنډبال فدراسیون چارواکي وایي، چې افغانستان به په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د هنډ بال د چلنج تراپي جام لوبو کوربه وي.

د دغه فدراسیون مشرمحمد یوسف نیازي ازادۍ راډیو ته وویل، تیره اوونۍ یي په قطرکې د نړېوال هنډبال فډراسیون په کنګره کې ګډون کړی و.

دی وايي، په دغې کنګره کې فیصله وشوه چې په 2016 میلادي کال کې به د هنډبال نړېوالې لوبې د اتو هېوادونو په ګډون چې دوه یي عربي او شپږ نور به اسیایي هېوادونه وي په افغانستان کې وشي.

نوموړی زیاتوي د دغه لوبو ټول لګښټ به د هنډبال نړېوال فدراسیون ورکوي.

د ښاغلي نیازي په خبره دغه لوبې هردوه کاله وروسته ترسره کېږي چې تیرکال په پاکستان کې ترسره شوې او افغانستان په کې دریم مقام وګاټه.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG