د مهترلام زیارت چې د لغمان ولایت مرکزپه مهترلام کې د ښارلویدیځې څنډې ته په څو کیلومترۍ کې پروت په شنو ونو پوښلی دی.
دغه زیارت ګردچاپیره دېوال احاطه کړی او په منځ کې یې یوه لویه او بله کوچنۍ ګمبده تر سترګو کیږي.
په دغه زیارت کې دننه شنې ونې ښه پرېمانه دي، یوه عمومي لارلري، چې د دغه لارې دواړو خواوو، ته صوفې جوړې شوي، چې د کبابونو او نورو خوړو بویونه ترې راپورته کیږي، لویه لارمسجد ته تللې او کله چې د مسجد ودانۍ ته داخل شې، په مسجد کې دننه بله ګومبده ده چې په داخل کې یې یو ډېر اوږد قبر چې په ګلابي ټوټې پوښل شوی دی موجود دی او ویل کیږي چې همدغه مقبره د مهترلام بابا ده.
لیکوال او ژورنالېست سهارګل امیرزی د مهترلام صاحب د زیارت پر تاریخ غږیدلی، نوموړی وايي، مهترلمک چې بیا وروسته په مهترلام اوښتی د نوح علیه سلام پلار و.
د امیرزي په خبره چې د مهترلام بابا د زیارت او تاریخ په اړه یوه پخواني ملا کتاب لیکلی و، چې په دغه کتاب کې یې ټول تاریخ خوندي کړی و، چې اوس نشته.
سهارګل امیرزی وايي چې د مهترلام بابا د زیارت ودانۍ چې اوس یوڅه تخریب شوې ده، د امیرحبیب الله خان د واکمنۍ پرمهال په بشپړډول او د حامد کرزي په واکمنۍ یو څه ترمیم شوې ده.
مینوالو په پښتو ولسي ادب کې هم د مهترلام بابا یادونه شوې ده، چا په لنډیو کې ویلي:
ځه چې لغمان ته کله لاړشو
د مهترلام بابا به وکړو سلامونه
د لغمان اوسیدونکې عایشه وایي چې د مهترلام بابا زیارت ته د هرې پنجشنبې او جمعې په ورځو سړي ورځي او د شنبې په ورځ بیا ګڼې ښځې ورځي.
په لغمان او شااوخوا سیمو کې که یوڅوک ځان ډېرباتور،بزرګ او ټول کمال وښیي نو نور ورته وایي چې : څه مهترلام بابا خونه یې ...
د مهترلام بابا پر زیارت د باورنو او نورو عقیدو په اړه د لغمان اوسیدونکي لیکوال او شاعر غني هاشمي سره محبوب شاه محبوب مرکه کړې، چې په غږیزه بڼه به یې واورئ.
د لغمان ولایت یو بل اوسیدونکی بزګر حمید الله وايي، چې له ډېرو پخوا زمانو څخه د مهترلام صاحب زيارت د خاصو اوعامو د میلو او دعاګانو ځای دی.
حمید الله وايي چې په پسرلي کې د مهترلام بابا زیارت ته هرې خوا په زرګونو خلک زيارت ته راځي، خو د پخوا په پرتله یې د ناامنۍ له امله میلې یو څه تت رنګې شوي دي.
د وخت ناخوالو دغه زیارت هم په امان کې نه دی پریښی او ځیني برخې ویجاړې شوي، ونې یې وچې شوي او د اوبو له قحطۍ سره مخ شوی دی ، چې مسجد یې په بېلابېلو وختونو کې رغول شوي دي.
جوړوونکی: محبوب شاه محبوب