یوه سندره ده چې (زما یاري ده ډېره سخته لوغړن به شې ته...) د تازه واده کړیو ځوانانو تر منځ یاري څوک سختوي؟ ملامت څوک دي او دوی ولې داسې کوي؟
که چېرې یو ځوان د داسې پاڼ او پړانګ تر منځ ورشي نو باید څه وکړي؟ په دې تاندې څانګې کې به ترې خبر شئ .
ته چې دا اوس د مور په خوله یې
زه مې دا تورې کمڅۍ چا ته سپينومه؟
دا لنډۍ نو بې څه نده ویل شوې. زموږ په ځینو کورنیو کې چې څو د هلک او د نجلۍ د واده ورځې شپې رانږدې کیږي نو د دواړو غوږونه د ځینو کسانو لخوا هغه د چا خبره په دې ډکیږي چې د واده له لومړۍ شپې دې خپل رعب داب واچوه، کنه نو بیا وروسته نه کیږي...
د تازه واده کړیو ځوانانو تر منځ کوم دریم ګړي ځانونه ځايوي او څه ورته وايي؟ د پغمان اوسېدونکی جاوید وايي چې ناوې یا نجلۍ ته د خپلې کورنۍ لخوا ویل کیږي چې یوازې خپل خاوند په لاس کې ونیسه بل د هیچا پروا ونه لرې او چا ته ټيټه ونه وایې او د کابل پوهنتون محصله لعل پوره امیرزۍ وايي چې هلک ته هم خپله کورنۍ وايي چې د واده له لومړۍ شپې باید د ښځې سر ټيټ کړې.
فدامحمد باران د پکتیا د ځاځیو دی، دی وايي چې دا خبرې ځينې ملګري هم یوه بل ته سره کوي.
دا موضوع مې د تاندې څانګې او پرخپله فیسبوک پاڼه هم له ملګرو سره شریکه کړې، د دوی نظرونه دلته لوستلی شئ:
(ساجد لیکي: دا کیسې په پښتني ټولنه کې ډېرې دي. که مېرمن او خاوند سره خواږه واوسي نو د هلک کورنۍ هغه ته پېغورونه ورکوي چې نجلۍ پرې زوروره شوې ده. جنت میر ځدراڼ لیکي چې ملامته زموږ ټولنه ده چې لا هم پکې داسې ناوړه دودونه او رسمونه شته.
حبيب الله دومړ ليکلي: په ځينو سیمو کې نجونو ته ویل کیږي چې په خاوند لومړی غږ وکړه بیا به ټول عمر د تا خبره منل کیږي، محمدابراهيم ګران لیکي چې د هلک کورنۍ هلک ته وايي چې د نکاح په شپه دې د خپلې ناوې په مخکې په یو شي سخت ګوزار وکړي او هغه دې تر خپل اغیز لاندې راولي.
جمیله لیکي چې تاسې مبالغه کړې، هيڅکله یوه مور خپله لور داسې ناسمه لارو ته نه تشویقوي،که وي هم نو کمې به وي.خو زین الله شهیدزوی لیکي چې د هلک او نجلۍ کورنۍ خصوصاً ښځينه یې ملامتې دي چې خپل اولاد ته داسې منفي ذهنیت ورکوي. همدوی دي چې د ناوې او د شاه ژوند له ستونزو سره مخ کوي، مینه یې په کرکه اړوي چې اخر خبره تر اخ و ډبه رسيږي. ریحان هم دې ته ورته خبرې لېکلي.
لعل الدین عاطف: زموږ په کلي کې یوه نجلۍ او هلک د واده په اولو کې ډېر سره خواږه وو خو تر منځ یې د کورنۍ مداخله او شېطانتونه د دې سبب شول چې ژوند یې تريخ شي، هلک مساپر شي او بیا بل واده وکړي. کمال حسن لیکي چې تر ښځې او خاوند پرته هیڅوک هم د یوه بل ملتیا نه شي کولی، دواړه باید د ښو ملګرو په څېر واوسي. عزت الله عابد هم په دې نظر دی.
زلابدین ځلاند او انصار حساس لیکي چې د کورنیو د مداخلې له کبلهځوانان خپل ګډ ژوند تریخوي. خو عبدالله نظري ليکلي چې ډېرانحراف او ناز هم ځوانان ناسمو لارو ته تشويقوي.
محب الله طارق او جمشېد عمر ليکي چې داسې مسايل باید له اسلامي لارې حل شي. ګل محمدپشتون وايي چې زموږ په ټولنه کې کرکې د مینې ځای نیولی، که چېرې مینه واوسي نو دا مشکلات حلیږي.
عبدالله تړاوليکي چې مېرمن د ژوند تر ټولو نږدې ملګری وي، باید د خواهشاتو د پوره کولو او د امرونو د پر ځای کولو آله یې ونه بولو بلکې هر مشکل په مینه ورسره حل کړو.
روح الله وسيم او شاهد تنها ليکلي چې دا ټولې بدبختۍ د بېسوادۍ له کبله دي، که ځوانان مو باسواده وي نو هيڅکله هم د خپلو مشرانو ناسمې او مغرضه خبرې نه مني.
امید ارام لیکلي: که یو ځوان خپلواکه نه وي او پخپله خوښه ژوند نشي جوړولی نو تر هغه دې واده نه کوي او کورنیو ته په کار ده چې دوی خپلې خوښې ته پرېږدي.
او احمدلاهب موصون لیکلي چې کور په ښځه جوړيږي هم او ورانيږي هم. خصوصاً د ناوې کورنۍ د دې پر ځای چې خپله لور د خوسر په کور کې تخریب ته تشويق کړي، باید ورته ووايي چې د ټولو زړونو ته په ښه خوی لار پېدا کړه، نه په بد...)
په نظرونو کې د جمیلې نظر هم دا و چې مېندې خپلې لورګانې داسې کیسو ته هڅوي، د کابل اوسېدونکې ماریا هم وايي چې مشکل د هلک په کورنۍ کې وي. خو جاوېد بیا د دې مسئلې پړه د نجلۍ پر کورنۍ وراچوي او لیکواله اود مېرمن بهیر غړې ساهره شریف هم په دې نظر ده چې دا مسایل د ښځو لخوا راپورته کیږي.
ښه، له دې تور او سپينه تېريږو چې د نجلۍ کورنۍ ملامته ده، که د هلک او که نور عزیزان ... راځو دې ته چې کله داسې خبرې هلک یا نجلۍ ته وشي نو دوی څه کوي؟ د دې ځواب هم جالب دی... د لوګر اوسېدونکی حاجي محمداسماعیل وايي چې بیا نو دا جوړه که کله یوه بل ته په څو کمین کې ناسته وي نو کله هم دفاع ته چمتو وي.
لعل پوره امیرزۍ د تازه واده کړې یوې جوړې کیسه کوي چې د مشرانو شخصي غرضونو تر طلاقه ورسول، امیرزۍ وايي چې د نجلۍ کورنۍ غوښتل د هلک او د هلک کورنۍ غوښتل چې د نجلۍ پر مرسته د یوه بل له کورنیو غچ واخلي.
مشران ښايي د دې لپاره داسې مداخله وکړي چې دا کار به د دوی په خېر وي خو خبر نه وي چې د خپلو اولادونو پښې پر تبرونو وهي. خو د لغمان اوسېدونکی سپين ږیری محمدرفيق تره خېل وايي چې نه، ځينې مشران د اولادونو د ژوند په تریخوالي کې خپلې ګټې سنجوي.
خو بشیردريځ چې تازه یې واده کړی وايي چې نه ما ته خپلو مشرانو داسې څه ویلي او نه مې له مېرمنې داسې کوم حرکت لېدلی چې پرې شکي شم.
وايي که غر لوړ دی په سر یې لار شته... خلک خو به هر څه هر څه وايي... یوه ځوان ته، که هغه نجلۍ ده او که هلک، که کله داسې منفي خبرې کیږي، دوی باید څه وکړي؟... ځینې لارې چارې یې ماریا، ساهره شریف او لعل پوره امیرزۍ راښيي: دوی وايي چې کورنۍ باید د دوی تر منځ مداخله ونه کړي او ځوانان هم د مشرانو ناسمې او منفي خبرې ونه مني.
دوه مشران زلمی مینه ناک او محمدرفیق تره خېل کورنیو او مشرانو ته وايي چې که غواړئ اولاد مو نیکمرغه واوسي نو له منفي خبرو ډډه وکړئ او هغوی ښې لارې ته وهڅوئ.
خو د خپرونې په پای کې فدامحمد بیا داسې یو چل رازده کوي چې هغه د چا خبره نه سيخ سوی او نه کباب. دی وايي که څوک غواړي چې نه د خپلو مشرانو زړه بد کړي او نه خپله ناوې ترې خفه شي نو مشرانو یا نورو شکایت کوونکو په مخکې دې له خپلې مېرمنې سره داسې چلند کوي چې هغوی فکر وکړي د دوی شکایتونه یې منلي. خو چې هغوی نه وي نو خپلې ناوې ته دې مینه ورکوي او هغه دې وپوهوي چې باید له همداسې یوه چل نه کار واخلو چې ژوند مو خوږ وساتو.
دا خپرونه چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي او هره شنبې او تکرار یې سه شنبې خپريږي، د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او ولوستلی شئ:
www.azadiradio.com
که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:
ShafaqN@rferl.org