ساري ناروغي هغه ناروغۍ دي چې مکروب یې له یوه شخص نه بل ته سرایت کوي؛ لکه توبرکلوز یا سل، تور سپین او زیړ زیړی، ریزش یا زکام او داسې نورې ناروغۍ ساري دي.
ډاکتران وایي چې ساري ناروغي د تنفس او خوړو له لارې له ناروغ نه روغ انسان ته داسې انتقالیږي چې په یوه خونه کې اوسیږي؛ له یوه روی پاک، دست پاک، قاب، څمڅې او کیلاس نه کار اخلي.
د ډاکترانو په وینا دا چې د ماشوم د بدن مقاومت نظر لویانو ته کم دئ ژر ناروغ کیږي.
د کابل اوسیدونکی زلمی مینه ناک وایي چې د کورنۍ ځینې ناروغ کسان بیا ماشومان هم ځان ته نژدې ورغواړي.
یو بل غیرې مناسب کار چې د کورنۍ مشران یې د خپلو ماشومانو په حق کې کوي؛ هغه دا دئ چې په خپله خوله کې خواړه میده کوي؛ بیا یې هغوی ته ورکوي.
کله چې عمر ډیریږي نو تر ډیره حده د بیلابیلو ناروغیو امکان زیاتیږي؛ ډاکتر نقیب وایي چې د مشرانو له خوا په خوله کې میده شوي؛ خواړه د ماشوم ژوند آن له مرګ سره هم مخ کولای شي.
لیکونکې: فرشته مرسل