په دې پروګرام کې د کندهار پر وضعيت خبرې کوو، چې اوسېدونکي يې وايي د ناامنيو، اداري فساد او نورو ستونزو د زياتېدو تر څنګ نورې ستونزې لري، چې دولتي چارواکي يې حل ته پام نه کوي.
په پروګرام کې د کندهار د والي له وياند سره هم خبرې شوي دي.
تاسو په دې شمېرو د دې پروګرام لپاره په اتومات پيغام ثبتوونکي ماشين کې خپل ټلیفوني پیغامونه ثبتولی شئ.
په افغانستان کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:
۰۰۹۳۷۰۰۲۷۴۳۶۱
د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ ښار کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:
۰۰۴۲۰۲۲۱۱۲۴۱۱۵
خپل شکايتونه د ايميل له لارې هم پروګرام ته رالېږلاى شئ.
د پروګرام د جوړوونکي د برېښناليک (ايميل) ادرس دى:
salihs@rferl.org