ننۍ خپرونه مو د روان شناسۍ پوهنځي د محصلانو ځینو ستونزو ته ځانګړې کړې ده. دوی څه شکایتونه لري او مسؤله کسان څه ځواب ورته لري؟
په تېرو خپرونو کې مو د حقوقو او سیاسي علومو، د ژبو او ادبیاتو، د ژورنالیزم او د ځینو نورو پوهنځیو د محصلانو ستونزې څېړلي... د حقوقو او سیاسي علومو او د ژورنالیزم پوهنځي محصلانو خپل لوی مشکل عملي کارونه او کارموندنه ګڼله. د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلانو بیا د دې مشکل تر څنګ د مونوګراف د لیکلو په برخه کې مختلفې ستونزې یادې کړې.
د روانشناسي او د ښوونيزو علومو پوهنځي محصلان هم له ورته مشکلاتو سره مخ دي.
دا پوهنځی په ۱۳۴۱ کال د کابل پوهنتون په چوکاټ کې د ښوونې او روزنې په نوم رامنځ ته شو او په ۱۳۸۳ کال د روانشناسۍ او تربيتي علومو په نوم ونومول شو. چې درې ډېپارتمنته لري (ښوونه او روزنه، روانشناسي او تربيتي اداره او منجمنټ). دوه وخته یاني د سهار او شپې لخوا درسونه لري او د کابل پوهنتون په شمول د ښوونې او روزنې پوهنتون هم د روانشناسۍ په برخه کې محصلان روزي.
شفیقه نېکزاد چې پروسږ کال له دې پوهنځي فارغه شوی وايي چې درسي میتود مو دومره زوړ دی چې له سیمیيزو معیارونو سره یې هم نشو پرتله کولی، نړیوال خو په ځای پرېږده.
مجیب الرحمن خپلواک چې د همدې پوهنځي محصل دی، وايي چې د استادانو مو اصلي ماخذونه ایراني کتابونه دي چې له نورو ژبو ترجمه شوي او د کېفیت له مخې نېمګړتېاوې لري..
خو د لوړو زده کړو وزارت ویاند عبدالعظيم نوربخش بیا وايي چې د نورو کلونو په پرتله نصابونه نوي شوي دي:
″د نصاب په نوي والي کې د تېر ۱۳۹۲ کال په پرتله سږ کال نوي تغیرات رامنځ ته شوي. په ځانګړي ډول د کابل پوهنتون په اتلسو پوهنځیو کې پنځوس عنوانه کریکولم نوی شوی دی چې د روانشناسۍ او د روزنيزو علومو پوهنځی هم پکې شامل دی او د نصاب د ملي کمیټې لخوا هم تايئد شوی دی، چې اوس مهال د استادانو لخوا تدريسيږي.″
په کابل کې د ښوونې او روزنې پوهنتون د روانشناسۍ برخې ځوان استاد محمد امین اسفندیار وايي کوم تغیرات چې راغلي، بې ګټې دي، دوی اوس هم د څلوېښتو، پنځوسو کلونو پخوانی نصاب تدریسوي چې اوس مهال هيڅ په درد نه دوا کېږي.
تجربو ثابته کړې چې په داسې علمي مسايلو کې یوازې په تیوري یا په کتابي درسونو بسنه ونشي بلکې عملي کارونه یو زده کوونکې یا محصل په موضوع ډېر ښه پوهولی شي. خو شفیقه نېکزاد وايي چې هغه د چا خبره عملي کارونه هيڅ پېژنو هم نه.
مجیب الرحمن خپلواک هم وايي چې د عملي کارونو په برخه کې یوازې موږ نه یو چې ترې محرومه یو بلکې د پوهنتون د زیاتره پوهنځیو محصلان له عملي کارونو بې برخې دي.
د عملي کار لپاره هم اسانتیاوې برابرې شوي دي، خو منو چې بسنه نه کوي. دا خبره هم ښاغلی نوربخش کوي او زیاتوي:
″د همدې پوهنځي اړوند لابراتور شته، یاني ځینې کارونه شوي دي خو په ریښتیا هم چې دا بس ندي. د نوي کریکولم د تطبیق تر څنګ په دې اړه هم فکر شوی چې لابراتوارونه نوي او مجهز شي، پلانونه لرو چې په راتلوونکې کې به پلي شي.″
استاد محمد امین اسفندیار وايي چې د روانشناسۍ علم پر تجاربو ولاړ دی، که عملي کارونه نه وي نو یوازې تیوريکې زده کړه کافي نده.
نن سبا په افغاني ټولنه کې بېکاري د ګڼو لوسته او نالوسته کسانو اصلي مشکل دی. مجیب خپلواک وايي چې له روانشناسۍ فارغه شوي اکثره ځوانان په بله رشته کې کار کوي. خو شفیقه نېکزاد وايي چې زه بېکاره نه یم پاتې شوې او پخپله رشته کې کار کوم او دا پوهنځۍ ښې کاري مواقع لري.
ښاغلی نوربخش وايي چې د روانشناسۍ او د نورو اکثره پوهنځېو فارغه شویو محصلانو ته د کار موندنې په برخه کې له څو وزارتونو سره همغږي لري:
″د کارموندنې په برخه کې موږ له اقتصاد، د کار او ټولنيزو چارو وزارت او نورو اړوند وزارتونو، ملي او بین المللي مؤسسو سره همغږي لرو او یوازې ددې پوهنځي نه بلکې د نورو ټولو پوهنځيو فارغان ورمعرفي کوو. چې دوی هلته کار وکړي.″
استاد اسفندیار د پوهنې او د عامې روغتیا وزارتونه ملامتوي چې د روانشناسۍ پوهنځي محصلانو ته په دغو وزارتونو کې ضرورت شته خو دوی کار نه ورکوي. د استاد اسفندیار د دې ادعا په اړه مې د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمدجان نعيم وپوښت، نو ده وویل چې موږ یوازې له کلینکې روانشناسۍ فارغه شويو محصلانو ته ضرورت لرو خو بیا هم له عمومي روانشناسۍ فارغه شویو ځینو محصلانو ته یو لړ روزنيز پروګرامونه لرو.
خو استاد اسفندیار په عامې روغتیا وزارت پورې تړل شوي ځينې ضروري مسايل یادوي چې روانشناسان یې په حلولو کې مهمه ونډه لري. دی وايي چې په افغانستان کې تېرو جګړو خلک له روحي پلوه ځپلي چې له دوی سره د درملنې په برخه کې روانشناسان ښه مرسته کولی شي.
د پوهنې وزارت د علمي او مسلکې څېړنو د ملي مرکز مشر حمیدالله شېراني وايي چې که څه هم د ښوونې او روزنې په برخه کې روانشناسانو ته کارونه ډېر دي خو اوس مهال یې دومره له وسه شوي چې له تعليمي او تربیتي روانشناسۍ فارغه شوي محصلان یې په دارلمعلمینو کې د استادانو په حېث استخدام کړي دي.
استاد اسفندیار هم د پوهنې وزارت په برخه کې ځينې مهم موارد راپه ګوته کوي چې په ریښتیا هم روانشناسانو ته ضرورت پکې احساسيږي.
ښايي همدا علت وي چې مجیب الرحمن خپلواک د دغو ستونزو اصلي مشکل له روانشناسۍ پوهنځي سره د خلکو نابلدتیا ښيي او وايي چې اکثره کسان په دې نه پوهیږي چې له دې برخې فارغه شوي محصلان باید په کومه برخه کې کار وکړي.
تاندې څانګې چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي، هره شنبې او تکرار یې سه شنبې خپريږي، دا خپرونه د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او ولوستلی شئ:
www.azadiradio.com
که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:
ShafaqN@rferl.org