د ډاکترانو په وینا دود یا لوګی د انسان؛ حیوان، نبات، خلاصه د ټولو ژوندیو موجوداتو ژوند اغیزمنولی شي.
په کابل کې ساختماني دستګاوې، د سونګ بې کیفیته مواد، زاړه موټرونه، تقریباً ۱۲۰۰ شاوخوا د خښتو بټۍ، د خلکو د استوګنې سیمې ته نژدې حمامونه او داسې نورې بې پروایۍ د دې سبب شوي چې زیان رسونکي دودونه له حد نه ډیر شي.
د سګریټو او نورو نشه یي توکو لوګي هم د ټولو خلکو په تیره بیا د ماشومانو روغتیا ته ډیر تاوان رسوي.
د کابل اوسیدونکی جمال د خپلو ګاونډیانو کیسه کوي او وایي، د بخارۍ له دود سره یې په کوټه کې د چرسو لوګي هم وي.
هر ډول لوګي چې وي، روغتیا ته تاوان رسوي.
د لغمان اوسیدونکی محمد رفیق وایي چې پخوا به خلک په دې مساله دومره نه پوهیدل؛ بل دومره زیان رسونکي دودونه چې اوس دي هغه وخت نه وو.
په ځینو ولایاتو کې اوس هم د کابل په اندازه لوګی نشته؛ ځکه یو خو یې خلک کم دي، بل د غرنو بوټي سوځوي. د هلمند اوسیدونکی حاجي عبدالحد وایي چې بوټی دومره دود نه لري.
د غزني اوسیدونکی رمضان بیا وایي چې د دوی په سیمه کې هم بوټي سوځول کیږي؛ د هغو له کم دود نه هم دوی ځان ساتي؛ ځکه چې په تاوان یې پوهیږي.
دا چې له صحي نظره ډاکتران د دود یا لوګي د زیان په هکله څه وایي؛ د روغتیا وزارت د دفتر له رییس ډاکتر عبدالعلیم عطارد نه مو پوښتلي دي: