د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۱۳

د سوځېدنې لپاره د کورنۍ درملنې ناوړې اغېزې


 Fariba,she is 11 years old from Herat,she burn herse lf 1 years ago,she sit between her parents,Afghan womenare in a subordinate position in society, where conservative Islamic laws and traditions dictate what a woman is allowed to do in a male dominated
Fariba,she is 11 years old from Herat,she burn herse lf 1 years ago,she sit between her parents,Afghan womenare in a subordinate position in society, where conservative Islamic laws and traditions dictate what a woman is allowed to do in a male dominated

په کابل کې د استقلال د روغتون مسول کسان وایي چې هر ورځ دې روغتون ته لس - دولس هغه کسان راوستل کیږي چې په بیلابیلو سوځېدونکو توکو لکه تیلو؛ ګازو، برق او داسې نورو سوځیدلی وي؛ د دوی په وینا، دا پیښې تر ډیره حده د کورنیو او دوکاندارانو د بې غورۍ له وجې رامنځه کیږي.

ډاکتران د انسان سوځیدل په درې درجو ویشي، لومړۍ او دوهمه درجه سوځیدل د درملنې وړ دي؛ خو د دریمې درجې د روغیدلو امکان لږ وي.

د وردګو اوسیدونکی حضرت ګل وایي چې په اشپزخانه کې یې له مور سره ناست و؛ کله چې هغې اوربل کړی په څنګ کې یې د تیلو ګیلنې اور اخیستي حضرت ګل خپله مور بچ کړې؛ خو دی سوځیدلی.

اوس چې هوا سړه ده، نو هر څوک دې ته مجبوریږي چې د خونو د ګرمولو لپاره یو څه برابر کړي؛ که لږ هم بې غوري وشي، د غزني ولایت د شیخ محمد په څیر له سړو نه د ځان ژغورل یې د ټول عمر د عیبي کیدلو سبب کیږي.

کله چې دکانداران هم دوکانونه ګرموي ځینې وخت د سوځیدلو بدې پیښې رامنځته کیږي؛ د پکتیا اوسیدونکی بشیر وایي چې دی د بخارۍ په تیلو سوځیدلی.

د کندهار اوسیدونکی نقیب اله هم په دوکان کې د چای د دمولو په وخت په ګاز سوځیدلې.

په کورنو کې بیا اکثره میرمنې چې کله دیګ کوي؛ د دیګ بخار د چاوندې له وجې سوځي؛ د استقلال په روغتون کې د دوو میرمنو خبرې اورو چې یوه یې خپله سوځیدلې او د بلې جلۍ مورد خپلې لور کیسه کوي؛ ځکه هغه خپله نه شي غږیدلی.

له سوځیدلو کسانو سره یې د کورنۍ غړی هم ډیرې ستونزې ګالي. مونږ په روغتون کې داسې سوځیدلی هم ولیدل چې خپله یې د ځان لپاره هیڅ هم نشوی کولی. حلیم هغه څوک دی چې د سوځیدلي ورور خدمت کوي.

لیکونکې: فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:42 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG