الله تعالی هرانسان ته په یوې برخه کې استعداد ورکړی او د دنیا په سرهیڅ انسان نشته چې مهارت او استعداد ونه لري، خو ځېنې انسانان شته چې خپل استعدادونه پټ ساتي په ځانګړې توګه، ا کثره مېرمنې زموږ په ټولنه کې دا ستونزه لري، مېرمنې له دې ویرې چې خلک به راپورې وخاندي یا به خلکو ته بده ښکاره شم خپل استعداد پټوي او خپل نطر نه څرګندوي.
دا چې ولې مېرمنې له دې ستونزو سره مخ دي ډېرعلتونه لري، ترټولو غټ علت یي کورنۍ ده په ځېنو کورنیو کې ماشومان په ځانګرې توګه نجونې ډېرې رټل کیږي، ته خبرې مه کوه، ته نجلۍ یي، ستایي څه چې د لویانو په مخ کې خبرې کوي او په سلګونه دا ډول خبرې.
جوړونکې: مسعوده نیازۍ