د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۳

"هرڅه ځان ته د کارولو خاص فرهنګ لري"


نن سبا انټرنټ ټوله نړۍ په یوه کلي بدله کړې، خپلوان او دوستان چې څومره هم سره لرې وي یو د بل له حاله د همدې انټرنټ له لارې نه ژر خبریږي.

ایمیل، فیسبوک، سکایپ او داسې نورو خلکو ته ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي، البته هغه وخت چې په مثبت ډول وکارول شي، د نورو هېوادنو خلک د انټرنېټ په مرسته زده کړې کوي، د بېلابېلو مسایلو په هکله خپل مالومات زیاتوي خو په ځینو وروسته پاتې ټولنو کې که خلک د یوشي د کارولو چل زده هم کړي، له اخلاقي نظره یې بیا په فکرکې نه وي چې هرشي ځان ته د کارولو خاص فرهنګ لري.

زموږ په ټولنه کې هم ځیني کسان په پټه عکسونه او فلم اخلي یا یې هم له نورو ځایونو نه راپیدا کوي او بیا پرته له دې چې مقابل لوری خبر وي هغه په انټرنټ کې خپروي.

اکثره میرمنې چې فیسبوک جوړوي نه غواړي چې خپل عکس کیږدي ځکه پوهیږي چې ځیني کسان د عقدې له مخې ناوړه ګټه ورنه اخلي.

د نرګس په نظرافغانستان غوندې هېواد کې چې د سواد کچه ډیره تیټه ده له بلې خوا د ځینوکسانو کورنۍ تربیه هم ډیره کمزورې ده، نجونې او میرمنې دې تر ډیره حده کوښښ وکړي چې د خپلو عکسونو ساتنه وکړي.

ځیني هلکان بیا د نجونو په نوم فیسبوک جوړوي، د هغو عکسونه ږدي.

د کابل اوسیدونکی سیر وایي، څوک چې ورسره په تماس کې وي په دې یي باوري کوي چې فیسبوک د نجلۍ ده.

د موبایلونو له لارې هم عکسونه بازار او بیا انټرنټ ته انتقالیږي، حمید ګل وایي چې هیڅکله دې هم په موبایل کې فامیلي عکسونه نه اخیستل کیږي.

لیکونکې: فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:15:26 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG