د پاکستان د سوداګرۍ وزیرانجینیردستګیرخان وایې، هېواد یې غواړي له افغانستان سره خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې دوه برابره کړي.
افغانستان او پاکستان دا مهال خپلو کې د دوه نیم میلیارده ډالره په ارزښت سوداګري لري.
دا چې د دغې سوداګرۍ پر وړاندې اساسي خنډونه څه دي او افغان حکومت باید د خپلو تولیداتو او صادراتو د زیاتولو لپاره څه وکړي، د ازادی راډیو خبریال محمد قسیم سوله مل د اقتصاد د برخې له ځینو مسولینو سره یو بحث جوړکړی چې په ګډه به یې واورو.