د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۲

لوبې ماشوم له رواني پلوه خوښ ساتي


ارواپوهان وایي چې د ماشوم د طبیعي زده کړې لپاره تر ټولو ګټوره لاره لوبې دي، لوبې د ماشوم استعداد او مهارت ته وده ورکوي، ماشوم له رواني پلوه خوښ ساتي او ذهن ته یې یو ډول خاص ارامښت وربخښي، کله چې ماشوم له ذهني پلوه خوښ او ارامه وي له جسمي اړخه هم ښه وده کوي، که څه هم افغانستان داسې یو هېواد دی چې د ماشومانو د لوبو لپاره اسانتیاوې په کې کمې دي خو بیا هم که کورنۍ وغواړي تریوه حده خپلو بچوته د لوبو ځای او وسایل برابرولي شي، خو ځیني کورنۍ سره له دې چې دا کار نه کوي، بلکې ماشومان له لوبونه منع کوي هم، کله وایي چې ځان او کالي چټولوي، کله بیا په دې نظر وي چې د لوبو لپاره وخت نشته.

ماشومان باید یوازې لیک لوست وکړي، په دې ډول دوی د ماشومانوجسمي او ذهني ودې ته په لوی لاس تاوان رسوي، د کونړ اوسیدونکې پښتنه داسې څوک ده چې په ماشومتوب کې له لوبونه منع شوې.

دا چې ماشومان د لوبوپه وخت څومره خوښ وي، د کابل په خوشحالخان کې له پینځه کلنې سولې سره په داسې حال کې غږیدلو یو چې د نانځکې له عکس سره یې لوبې کولې.

ځیني کورنۍ بیا ماشومان له لوبونه ویروي، د پکتیا اوسیدونکې مینه وایي چې دا کاربیا ډیرې بدې پایلې لري.

ماشوم د ژوند د خوږو او ترخو تجربې د لوبوله لارې کوي، د کابل اوسیدونکې میرمن فضلي وایي چې ماشوم سره باید مرسته وشي چې کومه لوبه څه وخت او څه ډول وکړي؟ نه دا چې هغه له لوبونه وویرول شي.

وږمه چې یوه مور ده وایي چې دا خپله له ماشومانو سره په لوبو کې برخه اخلي، ځکه پوهیږي چې لوبې د ماشوم په روح او روان ډیر ښې اغیزې کوي.

لیکونکې - فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:14:07 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG