د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۰

افغانستان

ولسمشر غني: د وسله والو مخالفینو له خوا د خلکو ترور د اخلاقو کمزوري په ډاګه کوي

ولسمشر اشرف غني وایي چې د وسله والو مخالفینو له خوا د خلکو ترور د اخلاقو سخته کمزوري په ډاګه کوي.

ښاغلي غني نن د بشري حقونو د نړېوالي ورځې د لمانځې غونډې پرمهال د بې ګناه افغانانو وژل د اسلام او انسانیت څخه لرې او یو نه بخښونکی کار وباله.

ښاغلي غني زیاته کړه، داسې فکر باید ونه شي چې په دې ډول فعالیتونو سره به د افغانانو اراده بدله شي.

ښاغلي غني همدارنګه له علماوو، قومي مشرانو او مدني ټولنو څخه وغوښتل چې د ملکي وګړو د وژنې د پای ته رسیدو لپاره په یوه خوله غږ وکړي.

دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې په دې ورستیو کې؛ په کابل او ولایتونو کې د ترور او ناامنیوم پیښو زور اخیستی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

جوزف کنټ: امریکا ته تللي په زرګونو افغانان تر څارنې لاندې دي

په ۲۰۲۱ کال کې پر کابل د طالبانو تر بیاواکمنۍ درې ورځې وروسته، افغانان امریکا ته روان دي-ارشیف
په ۲۰۲۱ کال کې پر کابل د طالبانو تر بیاواکمنۍ درې ورځې وروسته، افغانان امریکا ته روان دي-ارشیف

د امریکا د ترورزم ضد ملي مرکز مشر وایي، د بایډن د حکومت پرمهال له افغانستانه په راغلیو خلکو کې د اتلس زره کسانو نومونه د ترهګرۍ د تعقیب په لیست کې موجود دي.

واشنګتن ایګزماینر خپرونې د جوزف کنټ د پنجشنبې د ورځې خبرې خپرې کړې دي چې د استازیو جرګې د کورني امنیت کمیټې استماعیه غونډې ته یې د خبرو پرمهال ادعا وکړه چې فدرالي حکومت د اتلس زره کسانو په اړه معلومات لري چې نومونه یې د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې( ایف-بي-ای) د ترهګرۍ د څار په لست کې شته او دا هغه کسان دي چې په دوه زره یو ویشتم کال کې له افغانستانه امریکا ته راوستل شوې دي.

د ښاغلي کنټ په وینا په دې ډله کې دوه زره داسې کسان دي چې له ترورستي ډلو سره ارتباط لري.

افغانستان سږکال د څه باندې لس نیم میلیونه ډالرو په ارزښت انار صادر کړي

د کندهار انار-ارشیف
د کندهار انار-ارشیف

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي چې سږکال نژدې درویشت زره ټنه انار بهرنیو هیوادونو ته د څه باندې لس نیم میلیونه ډالرو په ارزښت صادر شوې دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا د پنجشنبې په ورځ کورنیو رسنیو ته وویل چې روان کال د انارو د صادراتو په پیل کې د پاکستان لارې وتړل شوې او بیا هند، ازبکستان، قزاقستان، متحد عربي اماراتو، روسیې او یوشمیر نورو هیوادو ته صادر شول.

پاکستان د اکتوبر له نیمایي وروسته د کندهار د سپین بولدک په شمول نورې تجارتي لارې له یوې جګړې وروسته وتړلې چې لاهم دا لارې بندې دي.

اروپایي ټولنې له افغانانو سره ۲۵ میلیونه یورو مرسته وکړه

اروپایي ټولنې اعلان وکړ چې د ملګرو ملتو د نړیوال خوراکي پروګرام له لارې یې له افغانانو سره پنځه ویشت میلیونه یورو مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار وویل چې دا مرسته له افغانانو سره په ځانګړې ډول له ښځو، ماشومانو او نورو زیانګالو سره د اروپایي ټولنې دوامداره ژمنتیا ښیي.

د راپور له مخې د دې مرستو لویه برخه به د اوبه خور په چارو ولګول شي او یوه برخه به یې په ښوونځیو کې نجونو او هلکانو ته د مغذي خوړو پر چمتو کولو مصرف شي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام استازي جان ایلیف د اروپایي ټولنې د مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې دا مرستې به د ښځو او ځوانانو لپاره د ډیرو کاري فرصتونو د رامنځته کیدو سبب شي.

پیکنګ: طالبان دې له تاجکستان سره د پولې امنیت ټینګ کړي

د ملګرو ملتونو لپاره د چین استازي د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د تاجیکستان او افغانستان پولې ته نژدې د چینایي اتباعو د وژلو د پېښې تحقیقات وکړي.

فو ګونګ په ورته وخت کې تیره شپه په نیویارک کې د امنیت شورا غونډې ته د خبرو پرمهال پر طالبانو غږ وکړ چې له تاجکستان سره د پولې امنیت ټینګ کړي.

د تاجکستان حکومت ویلي دي چې د نومبر په شپږ ویشتمه او دیرشمه د دغه هیواد پر شمس الدین شاهین او دوراز ولسوالیو کې پنځه چینایان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوې دي.

تاجکستان وایي چې پر دغو چینایانو د افغانستان له خاورې دننه بریدونه شوې دي.

په ملګرو ملتو کې د چین استازي دا هم وویل چې طالبان دې په افغانستان کې ترهګرې ډلې لکه داعش، د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک او تحریک طالبان پاکستان ډلې وځپي.

په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند احسان اله کامګار ویلي دي چې د چینایانو د وژلو د پیښې په تړاو دوه تنه تورن کسان نیول شوې دي.

تر اوسه د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی.

د افغانستان یو هنري سبک د یونسکو په فرهنګي میراث کې داخل شو

د کمال الدین بهزاد د میناتوري هنري طرز د ملګرو ملتو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان( یونیسکو) د نړیوالو میراثونو په لست کې شامل شو.

دا پریکړه د یونیسکو د هغې درې ورځنۍ غونډې په ترڅ کې وشوه چې د پنجشنبې په ورځ د هند په پلازمینه نوي ډیلي کې پای ته ورسیده.

په دې غونډه کې د اته اویا هیوادونو په لسګونه فرهنګي میراثونه وارزول شول چې ځیني یې د یونسکو د فرهنګي میراث برخه شول.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خواله رسنیو کې په یوه پيغام کې وویل چې دا د افغانانو لپاره د ویاړ ځای دی چې یونسکو د کمال الدین بهزاد د میناتوري طرز په نړیوالو کلتوري میراثونو کې شامل کړ.

فیض حمید په څوارلس کاله بند محکوم شو

په سرینا هوټل کې فیض حیمد له پاکستاني پلاوي سره-ارشیف
په سرینا هوټل کې فیض حیمد له پاکستاني پلاوي سره-ارشیف

د پاکستان د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید نن په څوارلس کاله بند محکوم شو.

د ده محکمه پروسږکال د اګست په دولسمه پوځي محکمې پیل کړه. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې نن پر فیض حمید د لګیدلو تورونو په اړه وویل چې ده په سیاسي فعالیتونو کې مداخله کوله او د پاکستان رسمي رازونه یې افشا کړي وو.

دا قضیې په پاکستان کې له پوځي چلند او امنیتي پروتوکولونو څخه سرغړونه بلل کیږي.

وروسته تر دې چې د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې طالبان بیا ځلي واکمنان شول، فیض حمید کابل ته ولاړ او د سرینا په هوټل کې یې داسې عکس واخیست چې د چای پیاله یې جګه نیولې وه، ځینو له دې عکسه داسې سیمبولیکه معنا اخیسته چې پاکستان په افغانستان کې بریالی شوی.

جرمني وايي، اسلام اباد کې دغه هېواد ته د تګ په تمه د یوشمېر افغانانو پناغوښتنې به رد کړي

د اسلام اباد په یوه پارک کې دیره افغانان، ارشیف
د اسلام اباد په یوه پارک کې دیره افغانان، ارشیف

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایي، دولت یې هوډ لري چې د یوشمېر هغو افغانانو د پنا غوښتنې په رسمي ډول رد کړي چې اوسمهال پاکستان کې منتظر دي.

د جرمني خبري اژانس ( ډي.پي.اې) تېر ماښام د دغه وزارت په حواله لیکلي، دغه شمېر افغانانو ته به، چې کره شمېر یې اعلان شوی نه دی، وویل شي چې " د منلو لپاره یې هیڅ سیاسي لیوالتیا نشته".

که څه هم معلومه نه ده چې جرمني ولې دغه شمېر افغانان نه مني، خو وړاندې تر دې جرمن چارواکو ویلي، اسلام اباد کې جرمني ته د تګ په تمه د میشتو افغانانو امنیتي شالید څیړي او که چیرته شک ورته پيدا شي، غوښتنلیک یې ردوي.

وزارت زیاته کړې چې پاکستان کې د پاته ۹۰ هغو افغانانو چې د جرمني له موسسو سره یې کار کړی او شاوخوا ۵۸۰ نورو کسانو، چې ژوند یې خطر کی دی، د منلو چارې روانې دي.

دې لړ کې به راتلونکۍ اونۍ هم یو شمېر افغانان په چارتر الوتکه کې له اسلام اباده جرمني ته ولیږدول شي.

ملګرو ملتونو اسلام کلا بندر کې د کډوالو د لاسنیوي د ځنډول شوي ماموریت یوه برخه بیرته پيل کړه

ارشیف، اسلام کلا ته اړول شوي کډوال
ارشیف، اسلام کلا ته اړول شوي کډوال

ملګري ملتونه وایي، د افغانستان او ایران پر پوله یې د راستنیدونکو کډوالو د لاسنیوي د ځنډول شویو چارو یوه برخه بیرته پېل کړه.

دا چارې هغه مهال وځنډول شوې چې طالبانو په اسلام کلا بندر کې د راستنیدونکو د هرکلي په یوه مرکز کې د نژدې ټولو ښځینه کارکوونکو د کار مخه ونیوله.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر ټام فلېچر تېر ماښام د امنیت شورا غونډې ته وویل، دوی توانیدلي چې د ښځینه روغتیایي کارکوونکو یوه وړه ډله اسلام کلا ته ولیږي چې ژوند ژغورونکي خدمتونه وړاندې کړي.

اسلام کلا له ایرانه د اخراجېدونکو کډوالو اصلي لاره ده، فرانس پریس لیکلي د سږکال له پيله یو اعشاریه دوه میلیونه کډوال پر دې لارې افغانستان ته اړول شوي چې ۶۰ فیصده یې ښځې او ماشومان دي.

طالبانو د روان کال د سپتمبر میاشتې په پيل کې دفترونو ته د ملګرو ملتونو د افغان ښځینه کارکوونکو د تګ مخه ونیوله.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې تازه ویلي، د دغه بندیز له کبله یې د ژوند ژغورنې خدمتونه ټکني شوي او ورځ تر بلې له خطر سره مخامخ کیږي.

مجاهد د بشري حقونو په برخه کې د یوناما غوښتنې رد کړې

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د څرګندونو په ځواب کې نن وویل چې په افغانستان کې د ټولو خلکو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین دي.

مجاهد زیاته کړه، افغانان مکلف نه دي چې د نورو ټولنو هغه بشري حقونه چې ډول ډول تعریفیږي هغه خپل حقوق وګڼي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو سیاسي استازولۍ( یوناما) نن چهارشنبه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي و چې بشري حقونه اختیاري نه دي، ضروري دي او لاهم ډیر افغانان په ځانګړي ډول ښځې او نجونې په افغانستان کې ترې بې برخې دي.

یوناما له طالبانو وغوښتل چې له نړیوالو مکلفیتونو سره سم د افغانانو د حقونو د خوندیتوب په تړاو جدي ګامونه واخلي.

په ایران کې د طالبانو د لوړو زده کړو پر وزیر انتقادونه شوې

ندا محمد ندیم
ندا محمد ندیم

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د ایران د سفر پرمهال د دغه هیواد د علومو له وزیر حسین سیمایي صراف سره لیدلي دي او هغه ترې پوښتنه کړې ده چې دا ممکنه ده چې د یوه هیواد نیمایي کسان حذف شي.

د ایران ایلنا خبرې اژانس د ښاغلي سیمایي خبرې رااخیستې دي چې ندا محمد ندیم ته یې ویلي دي چې د ایران په پوهنتونونو کې نجونې او هلکان یوځای درس وایي او په دین او روایتونو کې د ښځې او نر ترمنځ هیڅ توپیر نه شته.

د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت ویاند حافظ ضیا الله هاشمي بي بي سي ته ویلي دي چې د دواړو لوریو ترمنځ دا ډول خبرې نه دې شوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د اونۍ په پيل کې د نژدې یوې اونۍ په مخه ایران ته په سفر تللی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG