د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۳

ازموینې، د استادانو ګواښونه او استادسالاري

کله استاد درته ویلي چې په امتحان کې به درسره ګورم؟ سختې سختې پوښتنې مې درته راوړي، دا ځل به په اسانۍ رانه کامیاب نشئ!؟ او څه چې په کتاب کې دي، ټکي په ټکي هماغه ځواب ولیکئ، بل نه منم.. یا دا چې:

نمرې یې کمې درکړي او هڅه مو کړې چې پارچه مو بیا راوباسئ او ځان مطمئن کړئ، خو استاد کینه درسره اخیستې او اخطارونه یې درکړي؟

په افغانستان کې د ښوونځیو او پوهنتونونو ازموینې څه وړ ستونزې لري چې ځوانان ترې ځوريږي؟ د دې اوونۍ په تاندې څانګې کې همدا موضوع څېړو.

که ډېرلایقه شاګرد ته هم د ازموینې یا امتحان نوم واخلې نو یو ډول ویره او ناارامي ورته پېدا کیږي. څه ډول پوښتنې به وي؟ ناوخته نشي؟ څه رانه پاتې نشي، سهوه نشم، د پلاني نمرې رانه ډېرې نشي او داسې سل شل پوښتنې د سړي په ذهن کې ګرځي راګرځي او چې بیا استاد هم د دې پر ځای چې ډاډ درکړي؛ درته ووايي چې پوښتنې مې سختې راوړي، وخت به ډېر کم وي، زه به درسره ګورم!... نو شوخ (شواخون) د شاګرد یا د محصل زړه دی چې خولې ته نه راخيژي. دغه ځوانان (لینا امرخېل، حمدالله، لطیفه، سلیم او لیلا) وايي چې استادان راته ډول ډول ګواښونه کوي.

ګېلې مانې ډېرې دي. یو خوا د ازموینې فشار او محدود وخت شي او بل خوا داسې مبهمه پوښتنه چې په سر او پای یې سړی نه پوهیږي. د کابل پوهنتون یو محصل محب الله وايي چې په داسې وخت کې راشه که د استاد ګواښونه ګورې.

د کابل پوهنتون د اينجينري پوهنځي ځوان استاد نجیب الرحمان صبوري چې په امریکا کې یې تازه ماسټري کړې، وايي چې هلته استادان په پوښتنه خوشالیږي او د دې لپاره چې شاګرد یې د ازموینې میتود وپېژني، ځينې نمونه يي ازموینې اخلي.

ځينې محصلان او شاګردان وايي چې استادان په نه خبره کینه ورسره اخلي او د هغې قصد بیا په ازموینه کې اوباسي، ځوان شاعر نذیراحمد نذیر چې ده په بهر کې د نصاب په برخه کې ماسټري اخیستې، وايي چې په افغانستان کې اکثره استادان د استادسالارۍ لپاره امتحان اخلي او په نه خبره له محصلانو سره کینه کوي، دی یوه خاطره راسره شریکوي چې د ده ټولګيوال ته یې استاد د هغې پوښتنې په بدل کې چې ورته بې ځوابه پاتې شوی و، ویلي وو چې په ازموینه کې به رانه کامیابه نشې.

یوازې د ازموینو ترس او مبهمې پوښتنې ندي چې محصلان او زده کوونکي ترې ځوريږي بلکې زموږ د امتحانونو یو بل مشکل دا دی چې استاد د یوې پوښتنې هماغه ځواب درنه غواړي چې په کتاب کې دی، بل ځواب که هر څومره قانع کوونکی او کره هم وي، نه منل کیږي او نمرې به صفر وي. داسې څه د کابل پوهنتون د طب پوهنځي محصل سلیم وايي.

وحیدالله د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل وايي چې استاد یې هماغه ځواب ټکي په ټکي ترې غواړي چې ورښودلی یې دی، دی وايي په دې اړه مې د پوهنتون ریاست ته شکایت کړی و خو کوم ټولګیوال مې استاد خبر کړ او زما انجام داسې شو چې هماغه استاد د خپل قصد د اخيستو په خاطر چانس راکړ.

خو استاد صبوري وايي چې هغه لږ شمېراستادان بل ځواب نه مني چې خپله بېروني مطالعه یې کمزورې وي، خو په دې باید د محصل حق تلف نشي.

اوس راځو په ازموینو کې د فساد موضوع ته. کله مو فکر کړی چې زموږ په مکتبونو او پوهنتونونو کې ولې په زیاتره امتحانونو کې اول نمره تل اول نمره وي؟ څه علت درلودلی شي؟ دا ځینې ریښتیا هم اول نمره وي او که هغه د چا خبره په کوچو کې مچ شته؟ په دې اړه هم حمیدالله او لینا امرخېل وايي چې د استادانو اولادونه او یا هم واسطه داره کسان تل اول نمره وي خو لطیفه بیا وايي چې دا د خدايي استعداد برکت دی چې یو څوک هره ازموینه کې اول نمره کیږي.

حمدالله د خپل ټولګي اول نمره یادوي چې دوهم نمره ترې تکړه و او له پوهنتونه وروسته په یوه ازموینه کې اول نمره ناکام خو دوهم نمره بریالی شو او وحیدالله هم وايي چې اول نمره به د ازموینو په ورځ په ځینو شخصي بحثونو کې په سمه نه و، خو بیا به هم اول نمره شو. وحیدالله همدا راز وايي چې په مکتبونو او پوهنتونو کې یو ډول انحصار دی چې بل څوک مخې تګ ته نه پرېږدي.

که د دغو ځوانانو خبرې ریښتیا وي نو بیا خو به د استادانو خپل خپلوان او واسطه داران هسکۍ غړۍ بې له کانکوره پوهنتونونو ته ځي. ځکه چې له تېرو نږدې دوو کلونو راهيسې ځينو اول نمره ګانو ته دا حق ورکړل شوی.

ښه...

کله که کوم محصل یا زده کوونکی پخپلو نمرو مطمئن نه وي او غواړي بیا یې پارچه وکتل شي، نو د استادانو لخوا څه ډول چلند ورسره کیږي؟ دا هم داسې پوښتنه ده چې ځواب یې سړی خفه کوي. دغه ځوانان (وحیدالله، سلیم، حمدالله او لیلا) وايي چې لومړی خو یې د دې لپاره چې د استاد مناسبات ورسره خراپ نشي د پارچې د رایستلو هڅه نده کړې، خو که کله یې کړې نو د استاد لخوا ګواښ ورته شوی چې په نورو ازموینو کې به د دې کار غچ ترې اخلي.

استاد صبوري وايي چې ډېر لږ استادان به د پارچې له رایستلو یا تجدید نظر سره مخالفت وکړي ځکه چې دا د محصل حق دی، دی خپله یوه خاطره راسره شریکوي چې یوه محصل ته یې د نمرو په ورکولو کې تېروتنه کړې وه، چې وروسته د محصل د پارچې له بیاکتنې وروسته نمرې ورکړل شوې، صبوري وايي چې د یوې کمیټې لخوا دغه کار څېړل کیږي.

خو وحیدالله وايي چې په داسې کمیټو کې هم ټول استادان وي چې هيڅ استاد د محصل پر وړاندې د بل استاد سر نه ټيټوي او د پارچې رایستل او یا بیاکتنه کوم خاص ځای نه نيسي.

ما ویل ښه د دې ټولو مشکلاتو حل لار څه ده؟ نو وحید الله وویل چې له استادانو دې د ازموینو د نمرو د ورکولو واک واخیستل شي. خو استاد صبوري بیا په دې نظر دی چې که په کال یا سمستر کې د دوو ازموینو په ځای ځينې نور ازميښتي فعالیتونه زیات شي او د وروستي امتحان نمرې راکمې شي نو مشکل حلېدلی شي.

نذیراحمدنذیر بیا د یوې ښوونيزې موسسې یادونه کوي او وايي چې که د امتحان په پارچه د نوم پر ځای د یوې ځانګړې نمرې د لیکلو سيستم رواج شي نو نه به استاد له چا سره کینه وکړای شي او نه هم مرسته.

استاد نجیب الرحمن صبوري په افغانستان کې اوسنۍ د ازموینو سيستم ښه نه بولي او وايي چې په دې برخه کې باید استادانو ته ټریننګونه ورکړل شي.

تاندې څانګې خپرونههره شنبې او تکرار یې سه شنبې خپريږي، دا خپرونه د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او ولوستلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:15:58 0:00
مستقیم لېنک

www.azadiradio.com

که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:

ShafaqN@rferl.org

جوړوونکی: نورګل شفق

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG