د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۶

کورنۍ ستونزې د ماشومانو په وهلو حل کېږي؟


که له ماشوم سره تاوتریخوالی وشي له یوې خوا له جسمي او رواني پلوه ځپل کېږي، له بله پلوه هرتند چلند چې ورسره کېږي د ژوند ترپایه یې بیا نه هیروي، په اکثره کورنیو کې چې کله ماشوم شوخي کوي، د مشرانو له خوا وهل کېږي حال دا چې شوخي د ماشوم طبعي غوښتنه ده، ځینې نور کسان چې کومه ستونزه ولري، یا یې قهر اوغصه چې په بل چا هم وي زړه په ماشومانو یخوي چې دا کار هم ډیرې بدې اغیزې لري.

سلطاني منګل وایي چې بې سوادي او اقتصادي ستونزې د دې لامل دي چې ماشومان بې ګناه وهل کېږي.

د کابل اوسیدونکې نعیم وایي چې د دوی په کور کې بیا میرمنې دا عادت لري چې کله په خپل منځ کې هم په قهر شي ماشومان وهي.

دا خو مالومه خبره ده چې په هر کور کې د کورنۍ د غړو ترمنځ خوابدي راځي، نوماشومان په دې کې څه ملامت دي چې وهل کېږي؟

د شمالي اوسیدونکې زرلښته وایي چې کورنۍ ستونزې د ماشومانو په وهلو نه حل کېږي.

د وردګو اوسیدونکې شریفه چې له اته ویشتو کسانو سره په یوه کور کې ژوند کوي وایي چې د هغوی په کور کې هم د کورنیو شخړو په وخت ماشومان وهل کېږي.

میرزا محمد لودي بیا وایي چې ځیني وخت د کورنۍ ټول مشران د قهر په وخت کې ماشومان وهي په داسې کورنیو کې بیا ماشوم ډیر تر رواني فشار لاندې وي.

کله نا کله قهرله کنتروله وځي، هغه کسان چې په دې عادت وي چې د غصې په وخت کې ماشومان وهي، کېدلی شي داسې وار وکړي چې ماشوم د ټول عمر لپاره، عیبي کړي.

د ښوونې او روزنې د پوهنتون استاد شرف الدین عظیمي وایي چې موږ دا نشو ویلای چې مشران دې خپل قهر وخوري، قهراوغصه دې ښکاره کړي خو په ماشوم نه په یو بل څه.

لیکونکې - فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:29 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG