په دې پروګرام کې له ځينو اورېدونکو اورئ چې وايي د کابينې د جوړېدو ځنډ خلک مايوسه کړي دي، خو يوشمېر نور بيا وايي د کابينې معرفي دې وځنډېږي، په دې شرط چې وړ کسان ورته وټاکل شي.
تېره اوونۍ د ناامنيو پر زياتېدو، اداري فساد او نورو مسايلو هم اورېدونکو خپل پيغامونه ثبت کړي، چې په همدې پروګرام کې يې اورېدلاى شئ.
تاسو په دې شمېرو د دې پروګرام لپاره په اتومات پيغام ثبتوونکي ماشين کې خپل ټلیفوني پیغامونه ثبتولی شئ.
په افغانستان کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:
۰۰۹۳۷۰۰۲۷۴۳۶۱
د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ ښار کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:
۰۰۴۲۰۲۲۱۱۲۴۱۱۵
خپل شکايتونه د ايميل له لارې هم پروګرام ته رالېږلاى شئ.
د پروګرام د جوړوونکي د برېښناليک (ايميل) ادرس دى:
salihs@rferl.org