د عرب اماراتو ملي ټيم په دويمه يو ورځنۍ نړيواله مسابقه کې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم ته په شپږو ويکټو ماتې ورکړه.
پرونۍ لوبه افغانستان پيل کړه چې په ٥٠ اوورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره اماراتو ته د ٢٨١ منډو هدف وټاکه.
امارات وتوانېد چې هدف يوازې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړي.
د اماراتو په ټيم کې تر ټولو زياتې منډې "خرم خان" وکړې چې په ١٣٨ توپونو يې ١٣٢ نومرې جوړې کړې.
افغانستان د جمعې په ورځ هم له اماراتو ماتې خوړلې وه.
صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې د کرکټ بورډ له عمومي ریيس شهزاده مسعود نه پوښتلي؛ څه علت دى چې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم؛ عرب اماراتو ته پرله پسې لوبې بايلي؟