د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۴

په افغانستان کې د مړزو یوه فارم ته مو بیایو


د حیواناتو، چرګانو او مرغانو د فارمونو جوړول نه یوازې دا چې د فارم جوړونکو او هغو کسانوته چې غوښه یې اخلي ګټه رسوي، بلکې تریوه حده د مرغانو د ښکارمخنیوی هم کوي، ځکه که فارمونه ډیروي بیا خلک په غیرقانوني توګه ښکارته دومره زړه نه ښه کوي.

موږ په کابل کې د مړزو یوه فارم ته ورغلو د دې فارم مسول کسان وایي چې له دوو کلونو راپه دې خوا دوی دا فارم د دوه لکه او اتیا زره دالرو په لګښت جوړکړی.

خان محمد بیا د ټولو خوراکي شیانو په تیره بیا د مړزو په پخولو کې پاکي او په هغه خاص رقم یې اخته کول بیا سره کول د مزې په زیات والي کې ضرور ګڼي.

اکثره مکروبونه د خولې له لارې بدن ته انتقالیږي، که چیرې د هغو شیانو پاکې چې له خولې سره تماس لري په پام کې ونه نیول شي ډیرامکان لري چې ګڼې ناروغۍ پیدا کړي، د بېلګې په ډول که ماشوم ناپاکه او زوړ چوشک وروي سم له لاسه ناروغه کېږي، داسې کورنۍ هم شته چې یو چوشک دوو ماشومانوته ورکوي، په دې کارسره په خپل لاس ماشومان په صحي ستونزو اخته کوي.

د وردکو اوسیدونکې جاوید وایي چې کله ناکله د ده لور او د ورور ماشومان یې له یوه چوشک نه کار اخلي.

د غزني اوسیدونکې اجمل وایي چې دوی په ډیره لرې کلیواله سیمه کې اوسیږي، هلته نه ډاکترشته او نه هم روغتون داسې وخت هم شوی چې ماشوم د کورنۍ د بې غورۍ له وجې په نس ناستي او استفراق مړ شوی، چې د ناروغۍ علت یې همدا ناپاکه چوشک و.

ماشوم په دې نه پوهیږي چې که چوشک ناپاکه کړي، بیا یې وروي مریضیږي.

د لوګراوسیدونکې نسیم وایي، لویان باید د دې کارمخه ونیسي.

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:13:18 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG