خبرونه
ولسمشر اشرف غني وايي په حکومت کې د ښځو ونډه باید زیاته شي
افغان ولسمشر د ښځو په برخه کې تېرې لاسته راوړنې کافي ونه بللې او ټینګار یې وکړ چې ښځو ته په ټولو برخو کې ډېره ونډه ورکړل شي.
محمداشرف غني نن د افغان میرمنو د پياوړتیا لپاره د افغانستان او امریکا د ګډ پروګرام په پرانیسته کې وویل؛ اوسنی حکومت به په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې ښځو ته پراخه ونډه ورکړي.
"په وضاحت سره باید ووایم چې د ښځو ونډه باید زیاته شي. په اساسي توګه تقویه شي. موږ په خپلې وعدې ولاړ یو چې یوه افغان میرمنه به د لومړي ځل لپاره په سترې محکمې کې انتصاب کړو."
اخوا د امریکا ولسمشر باراک اوباما د ویډیو کنفرانس له لارې د افغان میرمنو د پیاوړتیا لپاره د دواړو هیوادونو هڅې وستایلې او د امریکا هراړخیزه ملاتړاو همکاري یې اعلان کړه.
د افغان میرمنو د پیاوړتیا په دغه ګډ پروګرام باندې ۲۱۶ میلیونه ډالره پانګونه شوې چې د امریکا متحده ایالتونو پراختیايي اداره یې تمویلوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ایران راتلونکې اوونۍ د افغانستان د وضعیت په اړه سیمهییزه ناسته جوړوي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن (جمعه) وویل چې په دې ناسته کې به د افغانستان د ګاونډيو او سیمې د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.
د وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل، دا ناسته له ګاونډیو هېوادونو او نورو سیمهییزو لوبغاړو سره د مشورو پایله ده، او هیله یې څرګنده کړه چې دا ابتکار به د همکارۍ په پیاوړتیا او د کړکېچونو په کمولو کې مرسته وکړي.
د هغه په وینا، ناسته به په تهران کې ترسره شي، او په کې به د افغانستان لپاره د پاکستان، تاجیکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین او روسیې ځانګړي استازي ګډون ولري.
دا ناسته د افغانستان د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا او د دواړو هیوادونو ترمنځ له څو نښتو وروسته جوړېږي.
بقايي زیاته کړه چې ایران د خپل شاوخوا چاپېریال امنیت او ثبات ته «اساسي اهمیت» ورکوي او هڅه کوي چې سیمهییزې ترینګلتیاوې راکمې او د هېوادونو ترمنځ تفاهم زیات شي.
تر اوسه وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي چې آیا طالبان به په دې ناسته کې ګډون ولري که نه.
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د خوړو د امنیت لپاره ۲۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړه
اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان د خوړو د امنیت، تغذیې او د ټولنو د مقاومت د پیاوړتیا لپاره به د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ته ۲۵ میلیون یورو ورکړي.
دا مالي مرسته به د خوړو د نړیوال پروګرام له لارې ولګول شي، څو د افغانستان د ځايي خوړو سیستمونه پیاوړي کړي، د تغذیې وضعیت ښه کړي، او کمزوري ټولنې د اقلیم د بدلون له اغېزو — لکه سېلونو او وچکالۍ — سره د مبارزې لپاره لا توانمنې کړي.
د اروپايي اتحادیې د افغانستان د ماموریت شارژدافېرې، ویرونیکا بوسکوویچ-پوهار وویل:
«د خوړو د نړیوال پروګرام لپاره د اروپايي ټولنې نوې مرسته زموږ د افغان ولس، په ځانګړي توګه د ښځو، ماشومانو او زیانګالو ټولنو په وړاندې دوامداره ژمنتیا ښيي.»
هغې زیاته کړه چې دا ملاتړ به په کرنه، تغذیې، روغتیا او اقتصادي پیاوړتیا متمرکز وي، چې کلیوالي ټولنې د اقلیمي بدلون د اوږدمهالو اغېزو پر وړاندې خپلې اقتصادي سرچینې خوندي کړي.
د افغانستان د وزلوبې ستر لیګ نن پيلیږي
ټاکل شوې ده چې نن په کابل کې د وزلوبې لیګ مسابقې پیل شي.
په دې لیګ کې د کندز، تخار، بدخشان، بغلان، سمنګان، پنجشیر، بلخ، سرپل، فاریاب، هرات او بامیان لوبډلو برخه اخیستې ده.
د افغانستان د وزلوبو د فدراسیون په وینا په ځینو لوبډلو کې یوشمیر بهرنیو چاپ اندازان هم ګډون کوي، چې د ټولو بهرنیو پهلوانانو شمیر لسو ته رسیږي.
نن به د کندز او بلخ، د بدخشان او بامیان، سمنګان او سرپل لوبډلې سره مخامخې شي.
جوزف کنټ: امریکا ته تللي په زرګونو افغانان تر څارنې لاندې دي
د امریکا د ترورزم ضد ملي مرکز مشر وایي، د بایډن د حکومت پرمهال له افغانستانه په راغلیو خلکو کې د اتلس زره کسانو نومونه د ترهګرۍ د تعقیب په لیست کې موجود دي.
واشنګتن ایګزماینر خپرونې د جوزف کنټ د پنجشنبې د ورځې خبرې خپرې کړې دي چې د استازیو جرګې د کورني امنیت کمیټې استماعیه غونډې ته یې د خبرو پرمهال ادعا وکړه چې فدرالي حکومت د اتلس زره کسانو په اړه معلومات لري چې نومونه یې د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې( ایف-بي-ای) د ترهګرۍ د څار په لست کې شته او دا هغه کسان دي چې په دوه زره یو ویشتم کال کې له افغانستانه امریکا ته راوستل شوې دي.
د ښاغلي کنټ په وینا په دې ډله کې دوه زره داسې کسان دي چې له ترورستي ډلو سره ارتباط لري.
افغانستان سږکال د څه باندې لس نیم میلیونه ډالرو په ارزښت انار صادر کړي
د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي چې سږکال نژدې درویشت زره ټنه انار بهرنیو هیوادونو ته د څه باندې لس نیم میلیونه ډالرو په ارزښت صادر شوې دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا د پنجشنبې په ورځ کورنیو رسنیو ته وویل چې روان کال د انارو د صادراتو په پیل کې د پاکستان لارې وتړل شوې او بیا هند، ازبکستان، قزاقستان، متحد عربي اماراتو، روسیې او یوشمیر نورو هیوادو ته صادر شول.
پاکستان د اکتوبر له نیمایي وروسته د کندهار د سپین بولدک په شمول نورې تجارتي لارې له یوې جګړې وروسته وتړلې چې لاهم دا لارې بندې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر لبنان ته ځي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، که د لبنان د بهرنیو چارو وزیر ایران ته نه ورځي دی دې ته چمتو دی چې بیروت ته ورشي.
عباس عراقچي د پنجشنبې په ورځ دا خبره یوه ورځ وروسته تر دې وکړه چې د ده لبناني سیال یوسف راجي ویلي و چې اوسني شرایط تهران ته د ده د تګ مخه نیسي خو په دریمګړي هیواد کې له ایران سره خبرو ته چمتو دی.
عراقچي په ایکسپاڼه کې لیکلي دي، هغه هیوادونه چې بشپړ دیپلوماتیک روابط لري هغوی دې ته اړتیا نه لرې چې یو بې طرفه دریم ځای د لیدو کتو لپاره انتخاب کړي.
د ایران او لبنان اړیکي په دې وروستیو میاشتو کې د حزب الله پر سر چې له دې ډلې دې وسلې ټولې شي، کړکیچن شوي دي.
حزب الله یوه سیاسي- پوځی ډله ده چې د لبنان د جنوب واک ورسره دی او د لبنان په پارلمان کې غړي لري.
امریکا دا یوه ترهګره ډله بولي، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تورلست کې شامله کړې ده.
ملګرو ملتو په میانمار کې د یوه هوایي برید د تحقیقاتو غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتو د بشري حقونو ستر کمشنر د میانمار پر یوه روغتون تر سره شوی برید په کلکو ټکیو وغانده او د دې پېښې د تحقیقاتو غوښتنه یې وکړه.
والکر ترک د پنجشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې ولیکل چې داسې پیښې په جنګي جنایتونو کې شمیرل کیدای شي.
د چهارشنبې په ورځ د میانمار په لویدیځ کې د راخین په ایالت کې د (ماروک-یوو) پر روغتون هوایي برید وشو چې له امله یې لږ تر لږه درې دیرش کسان ووژل شول او شاوخوا شل تنه نور ټپیان شول.
فرانس پریس اژانس د میانمار د جګړو د څارونکو په وینا خبر ورکړ چې له دوه زره یو ویشتم کال راپه دې خوا چې په دغهَ هیواد کې پوځیانو کودتا کړې ده او واک یې خپل کړی دی کال په کال یې پر ملکیانو بریدونه زیات کړې دي.
اروپایي ټولنې له افغانانو سره ۲۵ میلیونه یورو مرسته وکړه
اروپایي ټولنې اعلان وکړ چې د ملګرو ملتو د نړیوال خوراکي پروګرام له لارې یې له افغانانو سره پنځه ویشت میلیونه یورو مرسته کړې ده.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار وویل چې دا مرسته له افغانانو سره په ځانګړې ډول له ښځو، ماشومانو او نورو زیانګالو سره د اروپایي ټولنې دوامداره ژمنتیا ښیي.
د راپور له مخې د دې مرستو لویه برخه به د اوبه خور په چارو ولګول شي او یوه برخه به یې په ښوونځیو کې نجونو او هلکانو ته د مغذي خوړو پر چمتو کولو مصرف شي.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام استازي جان ایلیف د اروپایي ټولنې د مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې دا مرستې به د ښځو او ځوانانو لپاره د ډیرو کاري فرصتونو د رامنځته کیدو سبب شي.
په غزه کې ښایي د نړیوال ځواک قومانده امریکایي جنرال ته وسپارل شي
رویټرز اژانس نن د اکسیوس رسنۍ په وینا خبر ور کړ چې د ولسمشر ټرمپ اداره غواړي په غزه کې د نړیوالو ځواکونو قومانده یوه امریکایي جنرال ته وسپاري.
د ملګرو ملتو امنیت شورا د نومبر په اوولسمه یو پریکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې په غزه کې د ثبات ټینګیدو لپاره نړیوال ځواکونه ځای پرځای شي.
اکسیوس د پنجشنبې په ورځ د دوو امریکایي او دوو اسراییلي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د ټرمپ اداره پلان لري چې په غزه کې د نړیوال ثبات ځواک د قوماندې لپاره یو امریکایی دوه ستوری جنرال وټاکي.
اکسیوس رسنۍ وایي چې په ملګرو ملتو کې د امریکا سفیر مایک والټز روانه اونۍ په اسراییل کې له صدراعظم بنیامین نتنیاهو او نورو چارواکو سره د خبرو په ترڅ کې هغوی ته د ټرمپ د پلان په اړه معلومات ورکړې دي.
رویټرز اژانس څرګندوي چې سپینې ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه د دوی سوالونو ته ځواب نه دی ویلی.
پیکنګ: طالبان دې له تاجکستان سره د پولې امنیت ټینګ کړي
د ملګرو ملتونو لپاره د چین استازي د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د تاجیکستان او افغانستان پولې ته نژدې د چینایي اتباعو د وژلو د پېښې تحقیقات وکړي.
فو ګونګ په ورته وخت کې تیره شپه په نیویارک کې د امنیت شورا غونډې ته د خبرو پرمهال پر طالبانو غږ وکړ چې له تاجکستان سره د پولې امنیت ټینګ کړي.
د تاجکستان حکومت ویلي دي چې د نومبر په شپږ ویشتمه او دیرشمه د دغه هیواد پر شمس الدین شاهین او دوراز ولسوالیو کې پنځه چینایان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوې دي.
تاجکستان وایي چې پر دغو چینایانو د افغانستان له خاورې دننه بریدونه شوې دي.
په ملګرو ملتو کې د چین استازي دا هم وویل چې طالبان دې په افغانستان کې ترهګرې ډلې لکه داعش، د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک او تحریک طالبان پاکستان ډلې وځپي.
په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند احسان اله کامګار ویلي دي چې د چینایانو د وژلو د پیښې په تړاو دوه تنه تورن کسان نیول شوې دي.
تر اوسه د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی.