د حقیقت څه دی پروګرام خپریدو ته چمتو دی.په دې پروګرام کې په افغانستان کې له پانګې اچونې د ملاتړ ادارې یا ایسا له مرستیال سره ځانګړې خبرې شوي دي.
محمدابراهیم شمس وايي، د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو او د افغان حکومت د کارله پیله تراوسه په افغانستان کې د شاوخوا یولس نیم میلیاردو ډالرو په ارزښت په بېلابېلو برخوکې پانګونه شوې ده.
ښاغلی شمس زیاتوي د ایسا ادارې کورنیو او بهرنیو پانګه والو ته دا زمینه برابره کړه څو د افغانستان له طبیعي زیرمو او نورو منابعو سره بلد او پانګونه پکې وکړي.