په دې پروګرام کې لومړى له اورېدونکو د دوى په ټليفوني پيغامونو کې اورئ چې وايي په سيمو کې يې ټليفوني شبکې سم فعاليت نه لري، يا هم د مخابراتي خدماتو بيې لوړې دي.
ورپسې اورېدونکو د اداري فساد پر ستونزې خبرې کړې دي.
تاسو په دې شمېرو د دې پروګرام لپاره په اتومات پيغام ثبتوونکي ماشين کې خپل ټلیفوني پیغامونه ثبتولی شئ.
په افغانستان کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:
۰۰۹۳۷۰۰۲۷۴۳۶۱
د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ ښار کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:
۰۰۴۲۰۲۲۱۱۲۴۱۱۵
خپل شکايتونه د ايميل له لارې هم پروګرام ته رالېږلاى شئ.
د پروګرام د جوړوونکي د برېښناليک (ايميل) ادرس دى:
salihs@rferl.org