د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۳

د برېښنا د پرچاوي علت؟


د افغانستان د بریښنا شرکت مسولین وایي چې په سړه هوا کې یوازې د کابل ښار اوو سوه میګا واټه برق ته اړتیا لري؛ حال دا چې دوی څلورسوه او اتیا میګاواټه برق لري؛ دا ځکه چې په ګرمه هوا کې تاجکستان او ازبکستان په کافي اندازه برق افغانستان ته ورکوي؛ خو په سړه هوا کې دا چې خپله هم ډیرلګښت لري په هغه اندازه چې په کار وي؛ نه شي یې ورکولی.

له بلې خوا پسرلی او اوړی چې په بندونو کې د غرنو اوبه زیاتې وي؛ په خپله افغانستان کې هم ډیر برق تولیديږي؛ خو چې هوا سړه شي بیا د اوبو د لږوالی له وجې دلته هم کافي برق نه تولیدیږي.

له بله پلوه په یخه هوا کې د کورنیو د برق مصرف هم زیات شي؛ داسې کورنۍ هم شته چې په یوه وخت منقل، آب جوشي، داش، بخارۍ، ګروپونه، ټلویزیون، خلاصه څه چې برقي وسایل دي؛ ټول بندوي، کله چې دا ټول مصرفونه یو ځای شي د برق پرچوي ډیریږي.

برق معمولاً هغه وخت قطع کوي چې خلک ډیر کار ورنه اخلي. د کابل اوسیدونکې نجلا وایي چې دا یوه دنده لري او ټوله ورځ له کورنه بهر وي؛ کله چې کورته ځي برق نه وي، ځکه خو یې ټول کارونه چې په برق کیږي ورنه پاتې شي .

نجلا وایي چې پخوا به دوی له برق څخه ډېر کار اخیست؛ مصرف به یې هم زیات کېده، اوس یو خو برق نه وي، بل که وي هم ډیرضعیفه وي؛ ځکه خو له نورو شیانو نه کار اخلي، خو همدا اوس هم داسې کورنۍ شته چې د برق په لګښت کې زیاتی کوي.

لیکونکې: فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:47 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG