د ازادي او اورېدونکو يو بل پروګرام پيلوو، چې ټول وخت يې پر ځينو خاصو موضوعاتو د اورېدونکو ټليفوني پيغامونو ته ځانګړى شوى دى.
په پيل کې اورېدونکي پر امنيتي مسايلو خبرې کوي، ورپسې له دوى اورئ چې د سولې د ټينګښت لپاره د جګړې له ښکېلو خواوو خپلې غوښتنې مطرح کوي.
دوى پر تعليمي ستونزو هم خپل پيغامونه ثبت کړي دي
تاسو په دې شمېرو د دې پروګرام لپاره په اتومات پيغام ثبتوونکي ماشين کې خپل ټلیفوني پیغامونه ثبتولی شئ.
په افغانستان کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:
۰۰۹۳۷۰۰۲۷۴۳۶۱
د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ ښار کې د پیغام ثبتوونکي ماشين شمېره ده:
۰۰۴۲۰۲۲۱۱۲۴۱۱۵
خپل شکايتونه د ايميل له لارې هم پروګرام ته رالېږلاى شئ.
د پروګرام د جوړوونکي د برېښناليک (ايميل) ادرس دى:
salihs@rferl.org