د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۰

پر ټولنې د ټلویزیوني اعلانونو اغیز


ښایي تاسو هم لیدلي وي چې په ټلویزیونونو کې د بیلابیلو شیانو په تیره بیا د خوراکي توکو اعلانونه ډیر کیږي؛ عام خلک وایي چې اکثره وخت داسې اعلانونه خپریږي چې په صحي او تربیوي لحاظ ټولنې ته ډیر مضر وي؛ هغه کسان چې اعلان ورکوي او هغه څوک چې بیا اعلان ورته خپروي وایي چې بازار آزاد دی؛ دوی کولی شي چې خپل شیان په دې ډول خرڅ کړي.

خو یو څه چې په دې وروستیو کې تقریباً عام شوي؛ هغه دا دي چې اکثره کسان چې کله کار بار کوي یوازې او یوازې خپله ګټه په نظرکې نیسي؛ نور د دې پروا نه لري چې چا ته څومره تاوان رسیږي؟

د خلکو په خبره په ټلویزیونو کې معمولاً هغه شیان اعلانیږي چې بې کیفیته او تاریخ تیري وي؛ کله یې چې ماشومان اخلي او خوري یې ناروغه کیږي؛ د کابل اوسیدونکی بهرام خان وایي چې بچي یې تل له همدې وجې ناروغه وي.

د شربت ګل په باور، په ټلویزیونو کې باید د هغو شیانو اعلان وشي چې خوړل یې ماشومانو او لویانو ته د ګټې پر ځای تاوان ونه رسوي.

ګازلرونکې نوشابې هغه څه دي چې په ځینو حالاتو کې انسان په داسې ناروغۍ اخته کوي چې روغیدل یې بیا سخت شي؛ د کابل اوسیدونکې ملکه بارکزۍ وایي چې دوه ورته پیښې یې لیدلي.

لیکونکې: فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:55 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG