د ازادي راډیو د نن ورځې په ولایت په ولایت پروګرام کې پر کندوز خبرې کوو چې نن سبا یې امنیبتي حالات خراب دي.
کندوز د افغانستان په شمال ختیځ کې د تخار، بغلان، سمنګان او بلخ ولایتونو ترمنځ پروت دی. شمال ته یې تاجکستان دی.
د کندوز مرکز د کندوز ښار دی او شپږ ولسوالۍ لري لکه خان اباد، امام صاحب، ارچي، قلعه ذال، چهاردره او علي اباد.
کندوز ۸ زره څلوېښت کیلومتر مربع مساحت لري. نن سبا د کندوز د خلکو تر ټولو لویه ستونزه امنیت دی. د دغه ولایت درې ولسوالۍ جدي امنیتي ستونزې لري. 
ارچي او چهادره له ډېرې مودې نارامې وې خو اوس امام صاحب ته هم ناامني غځېدلې ده.
موږ په دې خپرونه کې د امام صاحب، ارچي او خان اباد له ولسوالانو سره هم خبرې کوو. 
د کندوز د مرکز په استازیتوب د والي ویاند عبدالواسع باسل او دغه راز د کندوز یو صاحبنظر تاج محمد کاکړ ستاسو اورېدونکو پوښتنو ته ځواب وايي.
د والي ویاند عبدالواسع باسل 
د کندوز یو صاحبنظر تاج محمد کاکړ
 حیات الله امیری ولسوال خان آباد
امان الدین قریشی ولسوالی حضرت امام صاحب
نصرالدین نظری ولسوال دشت ارچى
 
 
 
