خبرونه
ولسمشرغني: د معارف اړوند غصب شوي ځمکې به د غاصبینو له منګولو خلاصې شي
ولسمشراشرف غني احمدزي د امنیت شورا او امنیتي ارګانونه موظف کړي، څو ترراتلونکو څلورو میاشتو پورې د معارف اړوند غصب شوي ځمکې د غاصبینو له منګولو خلاصې کړي.
ولسمشراحمدزي نن د ښوونکو د نړېوالې ورځې په مناسبت جوړې شوي غونډه کې د ښوونکو د ستونزو د هواري ژمنه وکړه او له والیانو او سیمه ییزو مسولینو یې وغوښتل، چې تر شپږو میاشتو پورې باید ټولو ښوونکو ته د هستوګنې یوه نمره ځمکه ورکړل شي.
ښاغلي احمدزي د خپلو خبرو په دوام وویل چې، په راتلونکو پنځو کلونو کې به د ښونې د کیفیت لوړولو ته جدي پاملرنه وشي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د غزې د اوربند د موافقې له مخې اسراییلو او حماس ډلې اسیران تبادله کړل
زرګونه فلسطینیانو د لویدیځې غاړې په رام الله ښار کې هغو فلسطیني بندیانو ته هرکلی ووایه چې اسراییلو نن له حماس ډلې سره د اسیرانو د تبادلې په لړۍ کې خوشې کړل.
اسراییل وايي چې له خپلو زندانونو څخه یې ۲۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړي دي او له هغه مخکې فلسطینۍ حماس ډلې هم څلور اسراییلۍ ښځې چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه یې برمته کړې وې، سره صلیب ته وسپارلې.
فلسطیني چارواکي وايي، شاوخوا ۱۳۰ تنه بندیان په رام الله کې او اویا تنه نور په مصر کې خوشې شول. د دې فلسطیني بندیانو له ډلې ۱۲۰ تنه هغه کسان دي چې د وسله والو حملو په تور په ابدي حبس محکوم شوي وو.
د حماس له خوا د خوشې شویو څلورو فلسطیني مېرمنو روغتيايي وضعیت ظاهرا ښه ښکارېده.
فلسطیني او اسراییلي اسیران په غزه کې له حماس سره، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، د اوربند د موافقې په اساس خوشې شول.
د قطر، مصر او متحدوایالتونو په منځګړتوب په غزه کې د شپږو اونیو په مخه د اوربند د موافقې له مخې د اسیرانو پر تبادلې سربېره غزې ته د بشري مرستو د رسولو بهیر هم پیلېږي.
د پاکستان یوې محکمې څلور کسان د تکفیر د قانون په اساس د مرګ په سزا محکوم کړل
د پاکستان یوې محکمې نن څلور کسان اسلام ته د سپکاوي په تور د مرګ په سزا محکوم کړل.
محکوم کسان پر ټولنیزو رسنیو د داسې مطالبو په خپرولو تورن دي چې د شوې ادعا له مخې مذهبي شخصیتونو او قرآنکریم ته سپکاوی پکې شوی دی.
د تورنو مدافع وکیل منظور رحیمي ویلي دي چې د محکمې د دې حکم پر وړاندې یې د استیناف غوښتنه کړې ده.
په پاکستان کې د تکفیر په نوم قانون هغو کستانو ته چې اسلامي اصولو او شخصیتونوته سپکاوی کوي د مرګ سزا ورکوي، خو چارواکو تراوسه هېڅوک د دې قانون په اساس نه دي اعدام کړي.
د راولپنډۍ د محکمې یوه قاضي طارق ایوب ویلي دي چې کفر، شخصیتونو او قرآنکریم ته سپکاوی د بښنې وړ نه دي او په دې کې بښنه هېڅ ځای نه لري.
د قاضي په حکم کې څلور واړه تورن کسان د مرګ په سزا پر محکومېدو سربېره په ګډه د شپاړس نیم زره امریکايي ډالره نقدي جریمه هم محکوم شوي دي.
راشدخان د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو په لوبډله کې شامل شو
د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) نن شنبه د جنورۍ په ۲۵مه نېټه د تېر ۲۰۲۴ ز کال د شل اوریزو سیالیو د غوره وړتیا ښودونکو لوبغاړو یوولس کسیز نوملړ خپور کړی دی چې یوازې یو افغان لوبغاړی پکې شامل شوی دی.
دغه لوبډله چې د روحیت شرما په لوبډلمشرۍ خپره شوې ده، له افغانستانه پکې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشدخان اخیستل شوی دی.
په لوبډله کې ټرېوېس هېډ، پیل سالټ، بابراعظم، نیکولاس پورن، سکندر رضا، هارډیک پانډیا، وینیندو هسرنګا، جسپریت بومرا او ارشديپ سینګ هم شامل دي.
د کرکټ نړیوالې شورا لیکلي چې یادو لوبغاړو تېر کال د خپلو هېوادونو په استازیتوب په شل اوریزو سیالیو کې غوره لوبې کړې دي.
د اي سي سي په راپور کې زیاته شوې چې راشدخان په ۲۰۲۴ ز کال د خپل هېواد په استازیتوب په ۱۴ شل اوریزو سیالیو کې ۳۱ وېکټې اخستي چې د لوبو په ګټلو کې یې ډېره ونډه لوبولې ده.
د ویلو ده چې دوه ورځې وړاندې ای سي سي د یو ورځنیو سیالیو لوبډله هم اعلان کړې وه چې درې افغان لوبغاړي رحمن الله ګربز، الله محمد غضنفر او عظمت الله عمرزی پکې شامل و، خو د ټیسټ لوبې په غوره لوبډله کې هېڅ افغان لوبغاړی نشته.
مرموزې ناروغۍ په هند کې ۱۷ تنه مړه کړي
په هند کې د هغې مرموزې ناروغۍ په اړه تحقیقات پیل شوي دي چې ۱۷ کسان یې وژلي دي.
فرانسپرس خبري آژانس د هند تر کنټرول لاندې د جمو او کشمیر د سیمه ایزو چارواکو له قوله خبر ورکړی چې وايي، د ډسمبر میاشتې له پیل راهیسې د دې ناروغۍ په تلفاتو کې ۱۳ ماشومان هم شامل دي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې دا ناروغي د بدال په نوم د جمو د راجوري سیمې په یوه کلي کې خپره شوې ده. په دې کلي کې د تېرې اونۍ په اوږدو کې ۲۳۰ کسان قرنطین شوي دي. د ناروغۍ قربانیان د هغو دریو کورنیو غړي دي چې له یوبل سره خپلوي لبري.
د سیمې د یوه طبي پوهنتون متخصص ویلي دي چې دا ناروغي د ناروغ ماغزه او عصبي سیسټم زیانمنوي.
سیمه ایزو چارواکو د دې ناروغۍ له خپرېدو وروسته په سیمه کې ژمنۍ رخصتۍ ځنډولې دي.
د تهران والي وايي، له دغه ښاره به ټول افغانان وباسي
د تهران والي غیرقانوني افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې که په پلازمېنه تهران کې واوسېږي، وبه نیول شي او له دې هېواده به وایستل شي.
محمد صادق معتمدیان د ایران له ایلنا خبري آژانس سره په مرکه کې همداراز ویلي، هغه افغانان چې قانوني اسناد لري او په تهران کې د کډوالو لپاره د کار په ممنوع ساحو کې کار کوي هم له ورته اقدام سره مخامخ کېدای شي.
د هغه په وینا سرغړوونکي به د قانوني پړاوونو په ترڅ کې له دې هېواده وایستل شي او افغانستان ته به ولېږل شي. معتمدیان وايي چې دا اقدامات به د ایران د امنیتي ځواکونه په مرسته عملي شي.
د تهران والي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ایراني چارواکو له دې هېواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی. چارواکو ویلي چې د روان هجري لمریز کال ترپایه به دوه نیم میلیون افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.
مکسیکو د کډوالو د وراستولو په اړه د امریکا غوښتنه رد کړه
د راپورونو له مخې مکسیکو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې هغه غوښتنه رد کړې چې دې هیواد ته په الوتکو کې د کډوالو د استولو او په خاوره کې یې ورته د کښینولو د اجازې ورکولو لپاره کړې وه.
دا خبره د دواړو هیوادونو دوو چارواکو رویترز خبري آژانس ته کړې ده.
د امریکا C-17 پوځي الوتکو د جمعې په ورځ ګواتیمالا ته دوه ورته الوتنې ترسره کړې، چې په هرې یوې کې یې شاوخوا ۸۰ تنه کډوال وو. خو وروسته له هغې چې د مکسیکو حکومت اجازه ورنکړه، امریکایي چارواکي ونه توانیدل چې مکسیکو ته ورته یوه الوتنه ترسره کړي.
د مکسیکو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې د ورځې ناوخته په یوه بیان کې وویل چې هیواد یې له متحده ایالاتو سره "ډیرې ښې اړیکې" لري او د مهاجرت په څیر مسلو کې همکاري کوي. خو دایې هم وویل چې د کډوالو د بیرته ستنولو په مسله کې به دا هیواد په ورین تندي د مکسیکو وګړي ومني.
د مکسیکو یوه چارواکي چې نوم یې ندی څرګند شوی، رویټرز ته په دې اړه چې ولې الوتکې ته د کښیناستو اجازه نده ورکړل شوې، جزیات ندي ورکړي او د مکسیکو د بهرنیو چارو وزارت هم په خپاره کړي بیان کې دې پیښې ته اشاره نده کړې.
د ټرمپ ادارې د تیرې اونۍ په پیل کې اعلان وکړ چې په مکسیکو کې د پاتیدو په نوم هغه پروګرام بیا پیلوي چې په ترڅ کې یې د مکسیکو له اتباعو پرته نورپناه غوښتونکي دې ته اړکوي چې په مکسیکو کې تر هغه وخته پورې انتظار وکړي چې په متحده ایالاتو کې یې قضیې بشپړې شي.
د امریکا سناجرګې پیټ هیګسیټ د دفاع وزیر په توګه تایید کړ
پیټ هیګسیټ Pete Hegseth ته د امریکا سنا جرګې یوازې دومره رایې ورکړې چې د امریکا د دفاع د نوي وزیر په توګه یې تایید ته اړتیا درلوده.
دا د ولسمشرډونالډ ټرمپ لپاره یوه لویه بریا ځکه ده چې د هغه د جنجالي کاندیدۍ په وړاندې ډیموکراټانو او هم یوشمیرجمهوریپالو سخت مخالفت وکړ.
هیګسیټ ته په سناجرګه کې پنځوس غړیو د تایید او پنځوسو نورو یې پرضد رایې ورکړې او هغه هم وروسته له هغې چې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس د سناجرګې د مشرپه توګه له خپل رول څخه په استفادې د دغه حالت د پای ته رسولو لپاره کارواخیست.
دا په داسې حال کې چې د ټرمپ له خوا نومول شوي د بهرنیو چارو د وزیرپه توګه مارک روبیو ته د تیرې دوشنبې په ورځ د سناجرګې حاضرو ټولو ۹۹ غړیو د تایید رایې ورکړې.
هیګسیټ چې د فاکس نیوز پخوانی کارکونکی دی ژمنه یې کړې چې په پنتاګون کې به لوی بدلونونه راولي.
له پاکستان ۶۶ خوشي شوي افغان بندیان خپل هیواد ته ورسیدل
د پاکستان له محبسونو څخه ۶۶ تنه آزادي شوي افغان بندیان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون (د سلواغې پنځمه) پر خپله ویبپاڼه د دې بندیانو د خلاصېدو خبر ورکړی. په خبر کې د تورخم د سرحدي آمریت د معلوماتو په اساس راغلي چې دا کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه نیول شوي وو او هلته یې له دریو ورځو نیولې تر یوې میاشتې پورې د حبس بېلابېلې دورې تېرې کړې وې.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو وزارت تېره اونۍ د پاکستان له زندانونو د هغو نژدې ۹۰۰ افغانانو د خلاصېدو خبر ورکړ چې پولیسو د کډوالۍ کارتونو له لرلو سره سره نیولي وو. دې وزارت ویلي دي چې د لسګونه نورو کسانو د خوشې کولو لپاره هم د دوی هڅې روانې دي.
د کډوالو لویه کمیشنري: طبیعي پېښو لسګونه زره افغانان زیانمن کړي
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمیشنري وايي، په افغانستان کې د طبیعي پېښو له کبله لسګونه زره کسان زیانمن شوي.
UNHCR پرون پر خپله ویبپاڼه په ټوله نړۍ کې د بحرانونو په څېړنیز راپور کې ویلي چې په دې پېښو کې له ۱۴۵ زرو ډېر کسان زیانمن شوي دي او د دې هېواد ټولو ۳۴ ولایتونو د سېلابونو په څېر طبیعي پېښې او ځینو یې د هوا ډېر ناوړه حالات تجربه کړي دي.
د راپور له مخې د لسګونه کلیوالو سیمو خلک د طبیعي پېښو په نتیجه کې په خپلو کورونو کې پاتې کېدو ته اړ شوي دي ځکه لارې او سړکونه د طبیعې پېښو له کبله زیانمن شوي دي.
له دې مخکې د ناروې د کډوالو شورا چې په افغانستان کې د مرستې پروژې لري، ویلي و، چې افغانستان د دوامداره اقتصادي کړکېچ، بېکارۍ او د اقلیمي بدلونونو په نتیجه کې د رامنځ ته شویو طبیعي پېښو له وجې له لویو ننګونو سره مخامخ دی.
د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو فدراسیون د افغانستان ډېرو برخو وضعیت بېړنی وباله
د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو نړیوال فدراسیون وايي چې د افغانستان ډېرو برخو ته د مرستو د رسولو وضعیت بېړنی دی.
د دې فدراسیون د آسیا او پاسیفیک د څانګې سیمه ایز مشر الکساندر ماتیو پرون پر خپله ایکس پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي دي چې په افغانستان بشري وضعیت لاهم خراب دی او بېړنۍ مرستې کافي نه دي ځکه په دې هېواد کې بحران له اوږدې مودې راهیسې روان دی.
نوموړی زیاتوي چې ده تېره اونۍ افغانستان ته سفر کړی و، او ویې لیدل چې کلیوالې مېرمنې د وینو د کمښت په ناروغۍ او ماشومان په ډېره سخته خوارځواکي اخته دي.
نړیوال بانک تېره سه شنبې په یوه راپور کې وویل چې افغانستان اوس مهال د خوړو د کمښت له جدي ګواښ سره مخامخ دی او ۱۱ عشاریه ۶ میلیونه وګړي یې د کافي خوړو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.