د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۹

د ريباري يا خواستګاري بڼې ولې بدلې شوي؟


د ريباري يا خواستګاري بڼې په مختلفو هېوادنو كې فرق كوي، همداسې په افغانستان كې هم كله چې واده كيږي نو مخكې له كوژدې نه د نجلۍ كور ته ريباران ورليږل كيږي.

د مشرانو په وينا په پخوا وختونو كې چې ښارونه لوى نه وو او خلكو يو بل تر ډيره حده سره پيژاندل نو ريبارانو به د هلک د ژوند په باره كې دومره څه نه ويل، خو اوس ډيرځله ليدل شوي، چې هلک يا د هغه كورنۍ د ريبارۍ په وخت لوې خبرې كوي، د خپل تحصيل او شتو په هكله رښتيا نه وايي.

د نجلۍ كورنۍ سره داسې ژمنې كوي چې په ټول ژوند كې به يي هم پوره نه كړي، كله چې واده كيږي نجلۍ او د هغې كورنۍ په دې پوهيږي چې خيښانو يي دروغ ورته ويلي نو ډيری وخت داسې كيږي چې كورنۍ اړيكې له منځه لاړې شي، ځكه بنسټ يي په دروغو كيښودل شوى وي .

لیکونکې-فرسته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:11:16 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG