د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

کابل ښاریان: عدلي او قضایي ارګانونه له فساده پاک نه دي


یو شمېر کابل ښاریان د جمهور رییس اشرف غني احمدزي د هغې وینا هرکلی کوي چې ویلي يې دي، د هېواد عدلي او قضایي ارګانونه له فساده پاک نه دي.

جمهور رییس اشرف غني دا خبره د تیرې دوشنبې په ورځ د لوړې په مراسموکې وکړه.

سربیره پردې له فساد سره د مبارزې عالي اداره هم وايي چې؛ د هېواد په عدلي او قضایي ارګانونوکې اوس هم فساد لیدل کېږي.

د کابل ښاریو شمېراوسیدونکي له نوي حکومته غواړي چې د هېواد په عدلي او قضايي ارګانونو کې دې د فساد مخه ونیسي.

دوې له ازادۍ رادیو سره په خبروکې وویل، په عدلي او قضايي ادارو کې د فساد شتوالي په تنګ کړي دي.

دوی د جمهوررییس اشرف غني احمدزي هغه وینا تاییدوي چې په کې ویل شوي د هېواد په عدلي او قضایي ارګانونو کې فساد موجود دی.

ښاغلي احمدزي په دې وینا کې تاکېد کړې چې په عدلي او قضایي ارګانونو کې به په جدي توګه د فساد مخه ونیسي.

یو شمېرکابل ښاریان وایي، په عدلي او قضایي ارګانونوکې یې دوسیې په میاشتومیاشتو هم نه بررسي کېږي.دوې ازادۍ رادیو ته وویل:

″۱- په څارنوالۍ او محکمو کې فساد شته، اشرف غني رښتیا ویلي دي، د غریب سړي کارپه کې نه خلاصیږي، هیله ده نوی حکومت دا فساد ورک کړي.

۲- په ادارو کې فساد شته، ډير خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د کرزي ښه حکومت و، خو فساد په کې ډیر و. د نوي دولته غواړي چې د فساد پرضد مبارزه پراخه کړي.″

جمهور ريیس اشرف غني احمدزي د دوشنبې په ورځ د لوړې د مراسمو پر مهال په خپلې وینا کې وویل چې د هېواد عدلي او قضايي ارګانونه له فساده پاک نه دي.

د دې وینا له خپریدو وروسته، د افغانستان سترې محکمې په خپلې ځانګړې ویب پاڼه کې د جمهوررییس احمدزي دا خبرې ناسمې بللي دي.

سترې محکمې لیکلي چې؛ د افغانستان د سترې محکمې عالي شورا د جمهور رییس احمدزي څرګندونې پر قضاییه قوې تورلګول بللي دي.

سترې محکمی سره له دې چې دا ادعا یې په کلکه رد کړې دا یې هم لیکلي چې په دې برخه کې د جمهورريیس معلوماتي منابع کمزوري دي.

ستره محکمه وایې، پکار وه چې شوې ادعا لومړې، له عدلي او قضایي ارګانونو سره شریکه شوې وای خوله بده مرغه داسې ونه شول.

په عین وخت کې له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره تاییدوي چې د افغانستان په عدلي او قضایي ارګانونوکې فساد شته دی.

د دې ادارې ريیس سید غلام حسین فخري د پنجشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل:

″شواهد شته چې د قضايي اداروپه ځینو برخوکې فساد نښې نښانې لیدل شوي اوپه دې هکله شکایتونه هم اوریدل کېږي″

ښاغلي فخري وایې، سره له دې چې په عدلي او قضایي ادارو کې د فساد پر ضد جدي مبارزه شوې خو فساد په کې په بشپړه توګه له مینځه نه دي تللی.

د حامدکرزي په مشری تیردیارلس کلن حکومت له فساده مبارزه په خپلو لومړیتوبونو کې حساب کړې وه خو ولیدل شول، چې تیرحکومت ونه توانید چې اداري فساد له مینځه یوسي.

خو نوي جمهورريیس اشرف غني احمدزي د پنجشنبې په ورځ په خپلې یو وینا کې له دولتي اداروڅخه د فساد پر ورکولو تاکېد وکړ:

″ملت زموږ نه سیاسي اراده غواړي، هیله ده زموږ د دوه ورځو مخکې اقداماتو ثابته کړې وي چې موږد لفظ خلک یو.

یقین لرم چې په اتفاق او اتحاد سره د نجیب ملت ارزوګانې پوره کړو.″

سره له دې چې حکومت د فساد پرضد د مبارزې خبرې کوي خو کارپوهان وایي چې؛ په فساد کې د ځینو دولتي لوړ پوړوچارواکولاس لرل د دې سبب شوي چې دا مبارزه ښه نتیجه ورنه کړي.

کارپوهان تاکېد کوي چې؛ که قانون پر ټولو یو شان پلي او مجرم ته که په هرمقام کې اوسي، جزا ورکړل شي، دا مبارزه به نتیجه ولري.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG