د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

ولسي جرګه: د تړون لاسلیک باید په افغانستان کې دایمي سوله تضمین کړي


د افغانستان د ولسي جرګې ځیني غړي د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند د لاسلیک کولو هرکلی وکړ او له دواړو لورو یې وغوښتل چې د امنیتي او دفاعي سند پر موادو عمل وکړي.

دوی وايي، دا چې دا سند د افغانستان لپاره ډیر مهم دی او افغان حکومت باید ورڅخه ډیره ګټه پورته کړي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د سې شنبې په ورځ امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک شو.

خو بل خوا د ولسي جرګې یو شمېرغړو له دې سند سره سخت مخالفت څرګند کړاو وایي چې؛ دا سند د افغانستان په ګټه نه دی.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېرغړي وايي چې؛ د امنیتي سند له لاسلیک کولو وروسته امریکا باید په دې هېواد کې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت لپاره جدي هڅې وکړي.

د ولسي جرګې یو شمېروکیلانو د چهارشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د دې سند د لاسلیک کولو هرکلی وکړ او ویې ویل، چې دواړه لوري باید هڅه وکړي چې دغه سند په سمه توګه عملي کړي.

د ولسي جرګې غړې شکیبا هاشمي په دې اړه وویل:

″زه د یوې افغانې او ښځې په توګه د امریکا له متحده ایالاتو نه غوښتنه کوم چې امنیتي سند دې په افغانستان کې دایمي سوله چې یوه اړتیا ده تضمین کړي، سوله حتمي راتلونکې ده، سوله امنیتي سند پورې اړه لري، موږ په افغانستان کې سراسري امنیت غواړو.″

د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي اودفاعي سند د سې شنبې په ورځ د ولسمشر اشرف غني احمدزي د ملي امنیت د سلاکارحنیف اتمر او په کابل کې د امریکا د سفیرجیمز کننګهم له خوا لاسلیک شو.

د یاد سند له مخې ټاکل شوې نږدې لس زره امریکایي سرتیري له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او له تروریزم سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

په ولسي جرګه کې د خلکو استازو ویل، چې افغان سرتیري لا زیاتې روزنې او تجهیزاتو ته اړتیا لري او د بهرنیو سرتېرو په موجودیت کې به نوي مهارتونه ترلاسه کړي.د دې جرګې غړې نظیفه ذکي يې په اړه داسې وایي:

″د امنیتي او دفاعي سند لاسلیک د افغانستان د خلکو لپاره یو زیری دی، خدای دې وکړي چې دې سند په لاسلیک سره د افغانستان د خلکو په سیاسي، اقتصادي ژوند کې بدلون راشي.″

په عین حال کې د دې جرګې بل غړی انجینیر ذکریا وایې، چې امریکا باید د افغان ځواکونو د روزنې او پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي:

″له امریکا سره د افغانستان امنيتي او دفاعي سند به افغان امنیتي سرتېرو ته د روزنې شرایط برابر کړي.″

د دغې جرګې یو شمېرغړو په عمومي غونډه کې د دې سند په اړه بحثونه وکړل او هغه یې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره مهم وباله.

خو په عین حال کې د ولسي جرګې یو شمېر نورغړي بیا د دې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي سند له لاسلیک کولو سره مخالفت وکړ.

د افغانستان ولسمشراشرف غني احمدزي تېره ورځ له امریکا سره د امنیتی او دفاعي سند له لاسلیک کیدو وروسته وویل چې؛ دغه سند د افغانستان، سیمې او نړۍ د ثبات لپاره زیات مهم دی.

بل خوا د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشربارک اوباما د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک د افغانستان او امریکا په اړیکو کې یوه تاریخي پېښه بللې او ویلې یې دي چې دا تړون به د دواړو هېوادونو د شریکو ګټو او د افغانستان له امنیت سره مرسته وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG