د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

د عراق پیښو امریکایان له افغانستان سره امنیتي تړون ته وهڅول


ځیني امریکایي چارواکي په دې باور دي چې د عراق وضعیت امریکایان تشویق کړل چې؛ له افغانستان سره د امنیتي همکاریو سند لاسلیک کړي.

خو ځیني نور بیا وایي، چې امریکایانوله پیله غوښتل چې؛ له افغانانو سره دا تړون وکړي او د همدې لپاره یې نژدې یوکال انتظار ورته ورکړ.

د اسوشیتد پریس اژانس په باورامریکایي او افغان چارواکو امنیتي تړون په دې هدف لاسلیک کړ، چې افغانستان د عراق په څيرنه شي چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په کې ګډوډی پیدا شوې.

د دوشنبې په ورځ چې کله په کابل کې امنیتي تړون لاسلیک شو نو تر هغه وروسته د امریکا ولسمشردا تړون له القاعده سره په جګړه کې مهم وباله او ټینګار یې وکړ، که یې چېرته ورته تړون له عراق سره لاسلیک کړی و، نو د اسلامي دولت د وسله والو په مخنیوي کې به ډیرموثره نه وای.

امریکایي ځواکونه د ۲۰۱۱ کال په اخره کې د هغه تړون له مخې له عراقه ووتل چې؛ د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش لاسلیک کړی و.

له عراق سره د نوي امنیتي تړون پرسر وروسته ترهغه موافقه ونه شوه چې؛ د عراق پارلمان امریکایي ځواکونو ته د قضایي مصونیت له ورکولو ډډه وکړه، امریکایانو غوښتل که چېرته د دوی پوځیان قانوني سرغړونه کوي، نو هغوی دې د عراق د محکمو پرځای د امریکا په محکمو کې محاکمه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی سلاکار ولي ناصر وایي، چې له عراقه د امریکایي ځواکونوله وتلو وروسته چې کومې شخړې په دغه هېواد کې پیدا شوې، هغوی امریکایان دې ته وهڅول چې په افغانستان کې پاتې شي.

ولي ناصرچې اوس د جانزهاپکېنس د نړېوالو مطالعاتو د مرکزمشر دی، وایي، د عراق له پیښو وروسته داسې انګیزه پیدا شوه چې افغانستان د اسلامي دولت د وسله والو په څیربحران سره مخامخ نه شي.

اسوشیتد پریس اژانس لیکي، د اسلامي دولت د ډلې له رامنځته کېدو مخکې هم سپینې ماڼۍ داسې هڅې کولې چې له افغانانو سره د امنیتي تړون په برخه کې یوې موافقې ته ورسیږي او په همدې لړکې یې افغان لورې ته خبرداری ورکړی و، که چېرته د ۲۰۱۳ کال ترپایه دغه تړون لاسلیک نه شي نوامریکا به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي، خو کله چې کال ختم شو سپینې ماڼۍ دغه ضرب الاجل تمدید کړ او ویې ویل، چې افغان ولسمشرباید په څو اونیو کې دا تړون لاسلیک کړي.

خو حامد کرزي امریکایان حیرانه کړل چې د دې تړون له لاسلیکېدو یې ډډه وکړه او بیا د امریکایانو له لومړي خبرداری نژدې یوکال وروسته تیره دوشنبې د ملي امنیت د شورا نوی مشرحنیف اتمردغه تړون په کابل کې د امریکا له سفیرسره لاسلیک کړ.

د پارلمان رییس جان بوهینر د دې تړون په اړه وویل، باید ورته تړون له عراق سره شوی وای خو دا مهمه ده چې د اوباما ادارې ورته تیروتنه په افغانستان کې ونه کړه او دا تړون یې لاسلیک کړ.

XS
SM
MD
LG