د افغانستان، امریکا او ناټو مشرانو د واشنګټن او کابل ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک هرکلی کړی دی.
د دې تړون له مخې به په افغانستان کې د روان میلادي کال له پای ته رسیدو وروسته لس زره امریکايي سرتیري پاتې شي خو د ۲۰۱۵ م کال تر پای پورې به د دې ځواکونو شمېرپنځو زرو ته راکم شي او وروسته په تدریج ټول له افغانستانه ووځي.
په دې اړه نور تفصیل له اجمل اند څخه اورو: