دیورنډ کرښه، چې له نن څخه ۱۲۱ کاله پخوا د بریتانیايي هند د هماغه وخت د یوه چارواکي او دیپلومات مارتیمر ډیورنډ او د امیرعبدالرحمن خان د موافقې په نتیجه کې وکښل شوه، دوه زره شپږ سوه څلوېښت کیلومتره اوږدوالی لري.
د ډیورنډ کرښې معاهده ۷ مادې لري، او په یوه پاڼه کې لیکل شوې ده.
که څه هم دا کرښه پښتانه په دوو برخو ویشي. خو لا هم په ډېرو سیمو کې د کرښې د دواړو خواوو اوسېدونکي بې وېزې په خپل منځ کې تګ راتګ کوي او عملاً ډیورنډ کرښې ته د رسمي پولې په سترګه نه ګوري.
د هند له براعظمګي د انګرېزانو له وتلو او د پاکستان له جوړېدلو وروسته پاکستان ډیورنډ له افغانستان سره خپل رسمي سرحد بولي خو د افغانستان حکومتونو تل ډیورنډ رد کړی او ویلي یې دي چې ډیورنډ د رسمي سرحد په توګه په رسمیت نه پېژني.
د دې کرښې تقریباً نیمايي یا اته سوه مایله د ۱۸۹۴ او ۱۸۹۶ کلونو ترمنځ په نښه شوه خو لا هم په ډېرو برخو کې د ډیورنډ کرښه په نښه شوې نه ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې پر سر کومه موافقه نه ده شوې. پاکستان هماغه موافقه چې په ۱۸۹۳ میلادي کال کې د بریتانوي هند او افغان دولت ترمنځ شوې وه، له افغانستان سره د خپل سرحد اساس بولي.
خو نن په دې خپرونه کې د پاکستان له لوري د ډیورنډ پر کرښه د خندق یا کندې پر ایستلو خبرې کوو، پاکستان وايي چې د بلوچستان ایالت په برخه کې یې پر ډیورنډ کرښه شاوخوا درې سوه کیلومتره خندق کیندلی او غواړي چې ۳۸۰ کیلومترو ته یې ورسوي.
پخوا کله چې جنرال پروېزمشرف پر پوله د ازغن سیم د تېرولو وړاندیز وکړ نو افغانستان ورسره سخت مخالفت وکړ خو دا ځل تراوسه پوري افغانستان د پاکستان له لوري د خندق پر کیندلو عکس العمل نه دی ښکاره کړی.
په دې خپرونه کې د پاکستان د هدف او د افغانستان پر دریځ خبرې کوو.