د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۹

په ځینو موټرو کې د ګاز سوځولو بدې پیښې رامنځته کړي


په افغانستان کې په تیره بیا د کابل په ښار کې په موټرو کې له ګازه کار اخیستل تقریبآ نوې خبره ده، هغه موټرچلونکی چې په موټرو کې ګاز کاروي وایي چې؛ د تیلو مصرف یي په سلو کې پنځوس راکم شوی.

له بله پلوه دا چې ګاز دومره ډیر دود نه کوي چاپیریال ته یې تاوان کم رسیږي، خو بلې خوا بیا یو شمېر نور کسان وایي چې؛ په ځینو موټرو کې د ګاز سوځولو ډیرې بدې پیښې رامنځته کړي.

د موټرو د ګازي کولو مسلکي کسان په دې نظر دي چې که چیرې موټرپه داسې چا ګازي شي چې په دې برخه کې نه پوهیږي نو د اور اخیستنې او د ګاز د ډبې د چودلو امکان حتمي وي.

د بغلان اوسیدونکی لطیف د داسې پیښې شاهد دی چې له همدې وجې رامنځته شوې.

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:13:00 0:00
مستقیم لېنک

لیکونکې- فرشته مرسل

XS
SM
MD
LG